د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: امریکا به د ۲۰۱۴ کاله وروسته د یوې لسیزې دپاره د افغانستان دفاع وکړي


یو افغان چارواکي ویلي دي چې واشنګټن د افغانستان سره په ستراتیژیک تړون کې ژمنه کړې چې کله افغانستان خپل بشپړ امنیتي مسولیت په غاړه واخلي نو ددغه هیواد څخه به د حد اقل یوې لسېزې دپاره نظامي دفاع وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور ډاکټر رنګین دادفر سپانتاه چې نن د دوشنبې په ورځ یې د افغانستان ولسي جرګې ته وینا کوله د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون محتویات چې دواړو هیوادونو پرې موافقه کړې ده ، د ولس استاځو ته په ډاګه کړل.

ښاغلي سپانتاه وویل چې د تړون پر بنسټ امریکا به د افغانستان د دښمنانو په مقابل کې د افغانستان دفاع وکړي خو دغه دفاع به د افغانانو له خوا لومړی منظور کېږي. هغه د ستراتیژیک ټرون څخه نقل قول وکړ چې امریکا به د افغانستان نه د دفاع په خاطر د ډیپلوماتیکو، سیاسي، اقتصادي او نظامي لارو نه کار واخلي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک ټړون بشپړ شوی او د دواړو ولسمشرانو له خوا باید مرور او لاس لیک شي.

افغان او امریکايي چارواکو پرون د یکشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتيژیک تړون خبري نهايي کړې. ددغه تړون په لړ کې به د ۲۰۱۴ کال وروسته، کله چې د افغانستان څخه بهرنۍ محاربوي قواووې ووځي په افغانستان کې د امریکا د حضور څرنګوالی په ډاګه شي.

دغه سند به د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له خوا مرور او د دواړو هیوادونو د پارلمانونو له خوا تصویب شي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې ولسمشر اوباما به په شیکاګو کې د ناټو د غونډې نه مخکي چې راتلونکې میاشت دایریږي، دغه سند لاس لیک کړي.

یادشوی تړون د افغانستان د حکومت دوو غوښتنو معطله کړې وه چې یوه یې د شپې د عملیاتو درول و او بله موضوع یې هم افغان چارواکو ته د بګرام د زاندان د واک سپارل وو. افغانستان دغه دواړې مسلې ددغه هیواد د ارزي تمامیت او ملي حاکمیت دپاره مهمې ګڼلې.

افغان ولسمشر کرزي وویل چې هغه غواړي د امریکا له خوا په دې تړون کې دافغانستان دملي امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره د دوه میلیارده ډالره کلنیزې مرستې ژمنه وشي.

امریکا چارواکو بیا وویل چې دوي تر ۴ میلیارده ډالرو پوري پیسې ورکولای شي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو وروزل شي خو تړون د مرستو کوم مفصل سند نه دی بلکې یواځي یو تړون دی چې په لړ کې یې دواړو هیوادونو ژمنه کړې چې په راتلونکو کلونو کې به یوځای کار سره کوي.

XS
SM
MD
LG