د لاس رسي وړ اتصالات

د ۳۳ زرو اضافي امریکايي عسکرو وروستۍ ډله د افغانستان څخه ووتله


پنټاګون وايي چې د افغانستان څخه یې د ۳۳ زرو هغو عسکرو وروستۍ برخه رواتلې چې څه باندي دوه کاله مخکي دغه هیواد ته د قواوو د زیاتوالي د پلان په ترڅ کې ولاړل.

اوس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر بیرته ۶۸ زرو قواوو ته راکښته سو. ښاغلي پنیتا دغه څرګندونې د نیوزیلاند ددفاع د وزیر سره په یوه ګد مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې.


د امریکا ددفاع وزیر لیان پنیتا د جمعې په ورځ وویل چې د قواوو کموالی د مهال ویش سره سم ترسره شوی دی او په ترڅ کې یې هغه فرصتونو برابر شول چې د طالبانو بری معکوس کړل شي او افغان ځواکونو وروزل سي.


د یادونې وړ ده چې ولسمشراوباما د ۲۰۰۹ کال په پای کې افغانستان ته د اضافي قواوو ورتګ منظور کړ چې په لړ کې یې افغان قواو ته چانس ورکړل شي چې د امنیت مسولیت په لاس کې واخلي. د امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د افغانستان څخه خپلې ټولې محاربوي قواووې وباسي.
XS
SM
MD
LG