د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان-امریکا د کرکټ اړیکې پیلیږي


د امریکا د کرکټ شورا مشر ښاعلي محمد امین مارکاټیا ویلي چې دوي د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پرله پسې بریاو ته په لیدو سره دا خواهش لري چې دوي امریکا ته راشي او د ملي ټیم سره یا د امریکا په شمول نورو ټیمونو سره شریکو سیالیو کې برخه واخلي.

په فلوریډا ایالت کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره د خبرو په وخت ښاغلي مارکاټیا وویل چې امریکا کې زرهاو افغانان ژوند کوي ،نو د خپل ملي ټیم په راتګ به ډیرې لیوالتیا سره دې سیالیو لیدو ته راشي.

د امریکا د کرکټ شورا مشر محمد امین مارکټیا
د امریکا د کرکټ شورا مشر محمد امین مارکټیا

امریکا ته د افغانستان د ملي ټیم د راتګ خواهش په داسې وخت کې کیږي چې همدا اوس د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پینځه لوبغاړي د امریکا د کورني کرکټ په ټورنامنټ یو ایس اوپن کې ګډون کوي.

دا لومړی ځل دی چې افغان کرکټ لوبغاړي امریکا ته راځي او د امریکا د کرکټ په داخلي سیالیو کې یو ټیم لخوا لوبیږي. دغه پینځه لوبغاړي نور الحق ملکزی، افسر ځاځی ، ناصر جمال ،رحمت شاه او محمد مجتبی د فلوریډا د کینډل سټارز لخوا روانو شل اوریزو سیالیو کې ګډون کوي.

دغه سیالۍ چې تجارتي بڼه لري ،د امریکا داخلي او خارجي ټیمونه پکې برخه اخلي چې دا ېې اووم کلنی ټورنامنټ دی.

دې ټورنامنټ کې د افغان لوبغاړو د ګډون او لوبې ته په لیدو سره دا هیله هم پیدا شوه چې د ایا افغانستان د ملي ټیم او امریکا د کرکټ د ملي ټیم ترمنځ هم په لویه سویه سیالۍ وشي ، نو د امریکا د کرکټ شورا لخوا د افغانستان سره د کرکټ د اړیکو د ټینګولو د خواهش سره د هیله په واقعیت بدلیدی شي.

په لومړي ځل پینّځه افغان لوبغاړي د امریکا کرکټ سیالیو کې برخه اخلي
په لومړي ځل پینّځه افغان لوبغاړي د امریکا کرکټ سیالیو کې برخه اخلي

افغانستان دا وخت د کرکټ د دویمې درجې ټیم یا ایسوشیټ دی او امریکا د دریمې درجې یا افلیټ دی. خو که چرې نړیواله شورا موافقه وکړي او د افغانستان کرکټ بورډ هم ورسره ومني نو امریکا کې د دواړو ملکونو د کرکټ سیالیو احتمال قوي کیدی شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ښاغلي شفیق ستانکزي ویلي چې نړیوالو سیالیو تصیمیم د کرکټ نړیواله شورا نیسي نو که امریکا هم د نړیوالې شورا د لارې سیالیو دپاره رابطه وکړي نو موږ به ېې هم هرکلی وکړو.

د امریکا په کلیفورنیا ،نیویارک او پایتخت واشنګټن ډي سي سره نیزدې سیمو کې زرهاو افغانان وسیږي او که افغانستان نه ېې ملي ټیم راشي نو دوي به ېې ډیر په لیوالتیا سره لیدو ته ورشي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG