د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته راغلو د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو د سولې پیغام راوړی دی. دا خبره د امریکا د ځوانانو د کرکټ د ټولنې مشر ښاغلي جیمي هیرسن فلوریډا ایالت کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې کړیده . هغه وايي چې کرکټ د سولې لوبه ده د اشرافو لوبه ده او کرکټ کولی شي چې افغانستان کې د سولې پیغام عام کړي

جیمي هیرسن . د امریکا د ځوانانو د کرکټ د ټولنې مشرکرکټ هغو سیمو کې د سولې او محبت پیغام خوروي چرته چې جنګ او نفرت عام شوی وي ، کرکټ ولسونه یو بل ته نیزدې کوي او د ملکونو او دولتونو ترمنځ فاصلې ختموي .د کرکټ لوبغاړي د سولې سفیران دي.

جیمي هیرسن د امریکا د ځوانانو د کرکټ شورا مشر

جیمي هیرسن د امریکا د ځوانانو د کرکټ شورا مشر

ښاغلي جیمي هیرسن دا خبره په داسې وخت کې کږیده چې د افغانستان د کرکټ پینځه لوبغاړي په لومړي ځل د امریکا د کورني کرکټ په سیالیو کې برخه اخلي .

د امریکا د کورني کرکټ شل اوریزې سیالۍ چې د يو ایس اوپن ټي ټونټي په نوم یادیږي ،د تیرو شپږو کالو نه پکې د امریکا د مختلفو ایالاتونو او نورو ملکونو نه راغلي د کرکټ لوبغاړي برخه اخلي. چې دا ځل پکې د افغانستان پینځو لوبغاړو هم د یو کلب لخوا لوبه وکړه.

امریکا ته راغلي د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی نور الحق ملکزی وايي چې کرکټ د لارې موږ نړۍ ته پیغام ورکوو چې افغانان سوله خوښوي او هم سوله خوروي.

ملکزی وايي چې د امریکا په کورني کرکټ سیالیو کې د نړۍ د ګڼو هیوادونو د لوبغاړو سره دوي مخامخ شو نو هغوي هم دا ومنله چې افغانستان هم د نورو هیوادونو په شان لوبې او لوبغاړي لري او د نړۍ سره په دې ډګر کې اوږه په اوږه ولاړ دي.

د امریکا د کرکټ شورا مشر محمد امین مارکټیا وايي چې موږ چې د افغانستان د کرکټ پرمختګ کوو نو هم خوشالیږو او هم حیرانیږو ، چې موږ دومره وسایلو سره سره هم د افغانستان نه کرکټ کې شاته یو.

د امریکا د کرکټ د شورا مشر وايي چې افغانستان سره د کرکټ اړیکې پالل غواړو

د امریکا د کرکټ د شورا مشر وايي چې افغانستان سره د کرکټ اړیکې پالل غواړو

هغه وايي چې اوس د افغانستان سره د کرکټ دروازه خلاصه شوه نو راشه درشه به زیاته شي او زر به ملي ټیم به هم امریکا ته راو غواړو ترڅو امریکا کې د کرکټ د پرمختګ سره سره د سوله ایزه او سوکاله افغانستان پیغام هم نړۍ ته ورسوي.

د امریکا د کورني کرکټ په سیالیو کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو قریب دوه سوه لوبغاړي برخه واخیسته چې د افغانستان لوبغاړو ته خاصه پاملرنه وشوه.او د پام وجه هم دا ده چې افغانستان د نورو ملکونو په پرتله کم وخت کې د کمو امکاناتو او سختو حالاتو سره سره د کرکټ په نړۍ کې پرمختګ کړیدی او دغه پرمختګ ېې نورو ملکونو ته یو مثال او خپله د افغانستان نوم او شهرت ته یوه ښه وسیله ګرځیدلې.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

XS
SM
MD
LG