د لاس رسي وړ اتصالات

آیا اوسنی وضعیت د عبدالرحمن خان د وخت سره د مقایسې وړ دی؟


ولسمشر کرزی وايي افغانستان هیڅکله د زور او فشار لاندې د کوم سند لاسلیکولو ته غاړه نه ږدي. هغه وايي چې د امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو په بدل کې افغانستان ته امنیت غواړي.

ولسمشر کرزی وايي غواړی ډاډه شي چې د امنیتی تړون د لاسلیک نه وروسته په افغانستان کې ملوک الطوایفی نه پیښیږی.

ولسمشر کرزي په خپلو څرګندونو کې دا خبره هم کړې ده چې د عبدالرحمن خان په څیر دې هم تهدیدیږي او فشار ورباندې اچول کیږي.

د ولسي جرګې غړی، سید اسحق گیلاني د ولسمشرکرزي د دې څرگندونو سره موافق نه دی. هغه وایي ولسمشر کرزی هڅه کوي چې په دې مقایسو سره افغانان قانع کړي چې هغه تر فشار لاندې دی، مگر دا دوه قراردادونه مطلق فرق لری.

ښاغلی گیلاني وایی امریکایان زمونږه خاوره نه غواړي. هغه زیاتوي چې امریکایان غواړی چې په افغانستان کی د امنیت د راوستلو او د تروریزم په ضد د جنگ لپاره د افغانستان سره امنیتی تړون ولری.

د ولسي جرګې غړی سید اسحق ګیلاني وايي چې د امنیتي تړون لاسلکیدل د افغانستان اقتصاد ته ډیره گټه لري. هغه وايي چې د بن او توکیو په کنفرانسونو کی چې د افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه شوېده، د هغو لویه برخه امریکا ورکوي. ښاغلی گیلاني وایی که دا تړون امضا نه شې، نو امریکا دغه پیسې افغانستان ته نه شي ورکولی.

ښاغلی ګیلاني دا خبره ردوي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د عبدالرحمن خان د وخت د وضعیت سره د مقایسې وړ دی. هغه وايي چې د عبدالرحمن خان سره چې کله د قرارداد خبرې کیدي، هغه وخت په افغانستان کې ملوک الطوایفی وه. خو، د ښاغلي ګیلاني په وینا، اوس افغانستان حکومت لري، اساسي قانون لري، سرحدونه یې معلوم دي او د سرحدونو د ساتنی دپاره درې لکه پوځ لري.

د افغانستان د سوله ییز بدلون د ټولنې مشر ډاکټر فاروق اعظم، د ښاغلي گیلانی برعکس، د ولسمشر کرزي د څرگندونو سره موافق دی. هغه وايي چې د ولسمشر کرزي دغه خبرې چې د عبدالرحمن خان په شان ورباندې فشار اچول کیږي قابل د فهم دي.

ډاکټر فاروق اعظم وایي چې که چیري په افغانستان کې سوله نه راځه او د پاکستان مخه نه نیول کیږي، نو جګړه به دوام پیدا کړي، امنیت به نه راځي او دغه یې علت دی چې کرزي د تړون د لاسلیک کولو نه ډډه کوي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:22 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG