د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ملامنصور د ټپي کېدو راپورونه ارزوي


افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهوررئیس ځانګړی استازی ریچارد ویلسن وایي چې د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور د ټپي کېدو په باب خپاره شوي رپوتونه سپیناوي ته اړتیا لري او امریکا دغه مسله څارې.

افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهوررئیس ځانګړي استازي ریچارډ ویلسن د نن د یکشنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې په افغانستان کې د زورزیاتې پای ته رسیدل ددغه هیواد او د سیمې د ثبات لپاره خورامهم وګڼل وې ویل چې امریکا په دې برخه کې د پاکستان او افغانستان د مشرانو ترمنځ د نږدې کیدو د هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي ویلسن وویل "دا چې څه ممکن پیښ شوي وي په اړه یې مونږ متضاد رپوتونه لیدلي دي، مونږ د حالاتو ارزونې ته دوام ورکوو، په یقین ځیني دا رپوټونه په نږدې وخت کې وضاحت ته اړتیا لري، خو په هرحال مونږ په دې باور یو چې په افغانستان او سیمه کې ثبات زورزیاتې پای ته رسیدلو ته اړتیا لري، زه تاسو ته بیا په ټینګار وایم چې مونږ په دې باور یو چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر په افغانستان او سیمه کې د تل پاتې سولې د ټینګیدو په برخه کې ترټولو لنډه لاره ده".

افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهوررئیس ځانګړې استازي د طالبانو د مشر دټپي کیدو په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په خپل غږ په یو ۱۴ دقیقې پیغام کې خپل ټپي کیدل رد کړي او ویلي چې هغه د خپلو ملګرو په منځ کې روغ رمټ ناست دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهوررئیس ځانګړي استازي ریچارد ویلسن د تیر نوامبر په میاشت کې په دغې څوکۍ د ټاکل کیدلو وروسته نن د امریکا په سفارت کې خپل لومړني خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.

د اسیا زړه کنفرانس

د امریکا ځانګړی استازی وايي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د اسیا د زړه د هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو کنفرانس جوړیدل په سیمه کې د پراخه سولې د ټینګدلو په برخه کې یو ښه مثال دی.

هغه د یو خبریال دې پوښتنې ته دځواب د ورکولو څخه ډده وکړه چې ایا په دې توانیدلی چې جمهوررئیس محمد اشرف غني دغه کنفرانس کې ګډون ته راضي کړي.

ښاغلي ویلس وویل "زه فکر کوم چې زه غواړم چې د جمهوررئیس غني سره زما خبرې زما او د هغه ترمنځ پاتې شي، مونږ په اسلام اباد کېد اسیا د زړه د هیوادونو د یوې بریالې غونډې هیله لرو او فکر کوم چې ستا پوښتنه جمهوررئیس غني او افغان حکومت ته مخامخ ده".

ریچارډ ویلسن په هغو رپوټونو هم د تبصرې څخه ډډه وګړه چې ځینو رسنیود حقاني د شبکې له خوا د یو امریکایي د برمته کیدو په باب خپاره کړي دي.

ښاغلي ریچارډ ویلسن وویل چې هیله یې داده چې هرڅوک چې نیول شوی وي هغه راخوشې شي.

افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهوررئیس ځانګړې استازي په دغه خبري کنفرانس کې د جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله سره د خپلو لیدو کتو یادونه وکړه وې ویل چې امریکا غواړي افغان حکومت سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړي.

هغه وویل چې که څه هم په افغانستان کې د امریکا د پوځ محاربوي ماموریت پای ته رسیدلی خو افغانانو سره د امریکا مرستې لا هم دوام لري.

ریچارډ ویلسن د افغان حکومت د مخالفو وسله والو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو جګړه وستایله وې ویل چې که څه هم طالبانو د یوې لنډې مودې لپاره کندز ونیو خو افغان ځواکونو له هغوی دا ښار بیرته ونیو.

افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهوررئیس ځانګړې استازي وویل چې امریکا به د افغان پوځ د پیاوړتیا په برخه کې دغه پوځ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG