د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: افغانستان به د ۲۰۱۴ کال وروسته یواځي پرې نږدو


په داسي حال کي چې د افغانستان د ماموریت په هکله د سویو سروې ګانو له مخې په آمریکا کي د عوامو ملاتړ ډیر را ټیټ شوی دی خو پرون د جمعې په ورځ په واشنګټن کي دامریکا د سولې په انسټیټوټ کي د افغانستان د ۲۰۱۴ کال وروسته وضیعت په هکله یوه غټ غونډه دایر شوې وه چي په کښي د امریکا د حکومت اوسنیوو او پخوانیوو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و او د افغانستان سره یې پر دوستۍ او تعهد باندي ټینګار وکړ.

د غونډې په پیل کي د افغانستان د ښځو او سپورټ په برخو کي د لاسته راوړنو په هکله یو مستند فلم نندارې ته وړاندي سو. په دې کي زیات شمیر پخوانیوو او اوسنیوو امریکايي چارواکو ګډون کړی و او په کښي زیات شمیر هغو افغانانو هم ګډون کړی درلودی چي په افغانستان کي یې کار کړی دی او یا هم د افغانستان د مسلې سره تړاو لري.


د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا ځانګړي استاځي جیمس ډابنز د کنفرانس په پیل کي د افغانستان د روغتیا، ښوونې او روزنې او اقتصادي پرمختګ په هکله د کنفرانس ګډون والو ته معلومات وړاندي کړل. نوموړي وویل سره له دې چي د افغانستان د امنیتي انتقال او ددغه هېواد څخه د بهرنیوو ځواکونو د وتلو په هلکه اندېښنې موجودې دي خو افغانان د خپل هېواد د راتلونکي په هلکه خوشبینه دي. هغه داسي وویل ،،افغانان په یو داسي حالت کي د رایوو د صندوقونو پر لوري روان دي چې په عوایدو کې یې مثبت تغییرات راغلي دي، په حد اوسط ډول یې عمرونه ډیر سوي دي، د سواد کچه یې لوړه سوې ده، بیلابیلو سیمو ته یې تګ و راتګ زیات شوی دی، سیاسي اشتراک یې زیات شوی دی خو په عین وخت کي د راتلونکي په هکله د یوه نامعین وضیعت سره هم مخ دي. خو په یوې وروستۍ سروې کې دا معلومه شوې ده چې افغانان د خپل هېواد د راتلونکي په هکله د امریکایانو په پرتله ډیر خوشبینه دي.،،

خو ښاغلي ډبنز د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون د لاس لیکېدو د ځنډ په هکله وویل چې دغه کار به په ډیر لوړ قیمت دواړو خواوو ته تمام سي.

د سولې د انسټیټوټ د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا د برخې ریْس انډریو ویلډر هم وویل چي د دې کنفرانس هدف دا دی چي افغانان په دې پوه سي چې امریکایان یې هېواد ته متحده دي. نوموړي همدغه راز د افغانستان د اپریل د میاشتې انتخابات د افغانانو دپاره د خاص اهمیت وړ وبلل .همداشان یې پر دې یې هم ټینګار وکړ چې په کار ده د افغانستان د تیرې یوې لسیزې بیلابیلې لاسته راوړنې حفظ سي. هغه داسي وویل،، دا ډیره مهمه ده چي افغانان په دې پوه سي چې زیات شمیر آمریکایان چې په امریکا کي زیاته اندازه نفوذ لري او لوړ پوړي چارواکي دي ، د افغانستان د ۲۰۱۴ کال وروسته وضیعت ته سترګي په لاره دي. مونږ په دې باور یوو چې دواړه هېوادونه د اوږدې مودې دپاره یو بل ته اړتیا لري او دا مسایل باید د امنیتي تړون پر موضوع باندي محدود نشي.،،


د امنیتي تړون مسله به څنګه شي؟

د ویلو وړ ده چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسله د پلان سره سم پر مخ روانه ده خو تراوسه پوري لا دا واضیح شوې نه ده چې امریکا او د ناټو متحدین به څومره نور ځواکونه په افغانستان کي د امنیت د تامین او د افغان ملي امنیتي ځواکونو د روزنې دپاره ترشا پرېږدي او دلیل یې دا دی چې د افغانستان حکومت اوس هم د دې څخه انکار کوي چې د امریکا سره امنیتي تړون لاس لیک کړي. ولسمشر اوباما د ولسمشر کرزي سره د سې شنبې د ورځې د ټلفوني تماس څخه وروسته د امریکا ددفاع وزارت ته امر وکړ چې د افغانستان څخه دي د ټولو امریکايي عسکرو د راایستو اماده ګي ولري. ولسمشر اوباما ښاغلي کرزي ته وویل چي امنیتي تړون هم د افغانستان او هم د امریکا په ګټه دی او هر څومره چي دغه تړون د کال تر پایه پوري ځنډیږي هموغمره به د افغانستان په برخه کې د امریکا پر تعهد او په دغه هېواد کي د امریکايي ځواکونو پر شمیر باندي اغیز وکړي.

په عین حال کې د ناټو عمومي منشي اندراس فاګ راسموسن وویل چې که امریکا په افغانستان کي پاته نسي نو د ناټو ټول متحدین به هم د افغانستان څخه راووځي. خو ښاغلي راسموسن او د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل وویل چې د ټولو قواوو راایستل به وروستۍ د حل لاره وي چې نړیوالې ټولنه به یې وکاروي.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي دفتر وایي چې د دغه تړون د لاس لیکېدو مخکي باید امریکا ورته ډاډ ورکړي چې د طالبانو سره د سولې په خبرو کي کلیدي رول لوبوي او د افغانانو پر کورنو باندي بریدونه دروي.

د افغانستان دپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استاځی پیتر ټامبسن وايي چې دا دواړه دلایل پرځای نه دي. هغه داسي وايي،، زه فکر کوم چې دا مازي یوه بهانه ده. ولسمشر کرزی په دې پوهېږي چي د امریکا حکومت پر پاکستان باندي فشار نسي واردولای چي پر طالبانو فشار راولي چې د سولې په خبرو کي صادقانه برخه واخلي. بلي خوا ته بیا د شپې د خوا د عملیاتو مسله ده او په هغه برخه کي هم امریکا ټول هغه څه ترسره کړل چې په وسه یې پوره وو.،،

د سولې د بهیر په هکله بیا د افغانستان او پاکستان دپاره پخواني ځانګړي استاځي مارک ګرومس وویل چې سوله په نړیوالې ټولنې یا امریکا پوري اړه نلري بلکې په افغانانو پوري اړه لري.،، سوله د افغانانو خپله مسله ده. دا په امریکا یا نړیوالې ټولنې پوري اړه نلري. په خپلهافغانان به دا مزاکرات پرانیزي.،،

د افغانستان د غونډه په هکله وېډیويي ریپوټ لاندي لیدلای شیْ













،،د امنیتي تړون امضا کول د کرزي دپاره د استعفا حیثیت لري،،

د امریکا د سولې د انسټیټوټ څخه د چارو کارپوه سکاټ سمیډ د ولسمشر کرزي په هکله چي ولي امنیتي تړون نه لاس لیکوي بل ډول نظر لري. هغه داسي وویل ،، هغه زیات اندازه د ناراحتۍ دلایل لري چي د هغه په نظر پر ځای او مشروع دي. یوه مسله یې دا ده چې هغه د افغانانو پر کورونو باندي بریدونه او د نړیوالو ځواکونو له خوا د ملکیانو تلفات د افغانستان د خپلواکۍ پرضد اقدامات ګني. زه فکر کوم چي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په برخه کي د ولسمشر کرزي برخورد د هغه د څو کالو نارضایتي او ناراحتي په ډاګه کوي چې د ملکیانو د تلفاتو په برخه کې یې لري او د هغه دغه نارضیایتي په کراتو باندي د پامه غورځول سوې ده.،،

ښاغلي سکاټ زیاته کړه چي د امنیتي تړون د امضا کولو مسله د ولسمشر کرزي دپاره په دې خاطر هم مهمه ده چې دا وروستۍ مسله ده چې په لړ کې یې ولسمشر کرزی کولای سي په نړیواله ټولنه کي خپل نفوذ حفظ کړي. که چیري هغه امنیتي تړون لاس لیک کړي نو د جمهوري ریاست څخه د استعفا په معنی ده او هغه به دا مسله تر هغه وخته پوري وځنډوي چي په وسه یې پوره وي.

د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي چې په یادشوي غونډه کي یې ګډون کړی و د امنیتي تړون مسله یې مهمې وګڼله اما وړاندوینه یې وکړه چې دغه تړون به د افغانستان راتلونکی ولسمشر امضا کوي. نوموړي د انتخاباتو پر شفافیت او مشروعیت باندي ټینګار وکړ او داسي یې وویل ،، د افغانستان راتلونکي انتخابات ډیر مهم دي چي خلګ په کښي ګډون وکړي او د دې کار دپاره د امنیت شتون خورا زیات مهم دی ترڅو په متوازنه ډول خلګ په انتخاباتو کي برخه واخلي او یو نماینده حکومت رامنځ ته سي چي د ټولو دپاره د منلو وړ وي نه دا چي بیا د پارلماني انتخاباتو تجارب لکه د غزني مسله تکرار نشي او حکومت د خلګو استاځیتوب ونشي کړای.،،


د امریکا تعهدات د ۲۰۱۴ کال وروسته؟

د افغانستان په برخه کي داسي اندېښنې موجودې دي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کي که چیري د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي تړون لاس لیک نشي نو په افغانستان کي د ۹۰ لسیزې ترخې تجربې تکرار نشي. خو د غونډې اکثرو ګډونوالو پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د تداوم په صورت کي به د ۹۰ لسیزې تجربې هیڅکله هم تکرار نشي.

د امریکا غږ عمومي ریْس ډېوېډ انسور چي د پرون ورځې د غونډې یو کوربه و په افغانستان کي یې د رسنیوو د نقش په هکله خبرې وکړې چې د افغانانو په ژوندانه کي یې د پام وړ بدلون راوستی دی. نوموړي زیاته کړه چي د ۲۰۱۴ کال وروسته به هم افغانستان ته د امریکا غږ خپرونې په دواړو ژپو پښتو او دري باندي ادامه پیدا کړي.

ښاغلي انسور داسي وویل ،،هر څه چي رامنځ ته کېږي، که سیاسي، نظامي او اقتصادي تغییرات رابرسیره کېږي زه هیله لرم چې یو پیغام افغانانو ته ورسېږي او هغه دا چي افغانان په امریکا کي زیات قوي ملګري لري چې تعداد یې زرګونو تنو ته رسېږي. ستاسي هېواد زمونږ په زړنو کي خاص ځای لري.،،

د یادونې وړ ده چي افغانستان په تیري یوې لیسزې کي د ښوونې روزنې څخه نیولې د اقتصاد بشري او ښځو د حقوقو او رسنیوو پوري په بیلابیلو برخو کي مهمې لاسته راوړنې درلودلي دي. په ۲۰۱۲ کال کي د افغانستان صادرات ۶۹ میلیونه ډالره وو په ۲۰۱۲ کال کي یې صادرات ۳۸۰ میلیون ډالرو ته ورسېدل. همدغه راز اوس مهال په افغانستان کي ۷۰ تلویزوني چینلونه فعالیت لري او د ۱۰۰ څخه زیاتې راډیوګانې نشرات لري او څو ساوه چاپي رسنۍ خلګو ته هره ورځ معلومات وړاندي کوي چې دا ټول د پام وړ لاسته راوړنې دي.

د ۲۰۱۴ کال وروسته منظر په نامه دغه غونډه د امریکا غږ او د امریکا د سولې د انسټیټوټ په مشترکو هڅو باندي په واشنګټن کي دایره شوې وه.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG