د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د خپل برید یوه ثبت شوې ویډیو خپره کړې


طالبانو یوه ویډو خپره کړیده چې یاغیان پکې ښودل کیږي چې د دی میاشتې په سرکې د ناټو په اډه باندې د حملې لپاره تیاری نیسي. په دغه برید کې دوه عسکر ووژل شول او شپږ جیټ الوتکې ورانې شوې.

دغه ویډو چې نن د دوشنبی په ورځ خپره شویده، ښيي چې حمله کونکو د امریکايي پوځ یونیفارم اغوستی دی په داسی حال کې چې دوي غزن سیم پریکوی او له سوري نه تیریږي .
د طالبانو نطاق دغه ویډو د ایمیل له لارې مطبوعاتو ته استولې ده خو د کومې مستقلی منبعې له خوا ددغه ویډو صحت ندی تائید شوی. دا هم معلومه نده چې دغه ویډو کله او چیري اخیستل شویده .
XS
SM
MD
LG