د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې د ناټو پر یوه قراردادي شرکت برید


په هرات کې د ناټو پر یوه قراردادي شرکت برید
په هرات کې د ناټو پر یوه قراردادي شرکت برید

حکومتي ماموران واېې چې نامعلومو ټوپکوالاوو د هغه قراردادي شرکت په دفتر باندې مرگانۍ حمله وکړه چې په هرات کې د ناټو د ځواکونو لپاره کار کوي. په حمله کې د شرکت دوه تنه افغان محافظېن ووژل شول.

مامورانو ووېل چې د موټر بم حمله نن دپنجشنبې په ورځ دES-KO په نوم د ېوه شرکت په دفتر باندې شوې چې مرکز ېې په موناکو کې دی. حمله کوونکو لومړۍ د دفتر د ودانۍ نه دباندي د موټر بم چاودنه وکړه او بېا په ودانۍ باندې ورننوتل چې په نتېجه کې ېې دامنېتي ځواکونو سره څو ساعته د ټوپکو ډزې روانې وې.

ناټو ووېل چې د حملې د دفع کولو په خاطر ېې د افغانستان امنېتي ځواکونو سره هواېې او ځمنکۍ مرسته وکړه.

دES-KO موسسې نن په خپله وېب پاڼه کې ووېل چې نوموړی شرکت په هرات کې داېتلافي ځواکونو لپاره خوراکي مواد برابروي او د هرات په هوایې مېدان کې ېې د الوتکو د پرواز لپاره ېوه Runway هم جوړه کړې ده .

د موټر بم نننۍ حمله د هرات دهواېې ډګر سره نژدې وشوه. سمدستي لا هېچا ددغې حملې مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلې.

ناټو په هرات کې د امېنت د ساتلو د چارو مسوولیت سږکال په اوړي کې د حکومت امنېتي ځواکونو ته ور سپارلې و.

ورته د موټر بم ېو بله حمله د دوشنبې په ورځ په قندهار کې دملگرو ملتونو د کډوالو په ادارې باندې وشوه چې له امله ېې ددغې ادارې درې تنه کارکوونکي او دوه تنه ملکي کسان ووژل شو. طالبانو ددغې حملې مسوولېت په خپله غاړه اخېستلې ؤ.

ټاکل شوې چې نړېوال اېتلافي ځواکونه به د ١٣٩٣ کال تر پاېه پورې دافغانستان نه په بشپړ ډول ووځي او د وتلو نه مخکې به د امنېت مسولېت د افغانستان د حکومت ځواکونو ته وسپاري.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG