د لاس رسي وړ اتصالات

غني:ترهګر غواړي بدخشان د تروریزوم په نړیوال مرکز بدل کړي


ولسمشر غني وايي تروریستان غواړي له دغې سیمې د تروریزم نړیوال مرکز جوړ کړي.
ولسمشر غني وايي تروریستان غواړي له دغې سیمې د تروریزم نړیوال مرکز جوړ کړي.

جمهور ریس اشرف غني وروسته له هغې بدخشان ته سفر وکړ چې اته ورځې وړاندې د جرم په ولسوالۍ کې د دولت مخالفو وسله والو د ملي اردو پر پوستو په برید کې ۱۸ افغان سرتیري ووژل.

جمهور ریس وویل تروریستان غواړي له دغې سیمې څخه د تروریزم نړیوال مرکز جوړ کړي، هغه د بدخشان وروستۍ پیښې ته په اشارې سره وویل چې تروریستان غواړي حکومت کمزوری وښيي.

جمهور ریس اشرف غني زیاته کړه چې مخالفین د هیواد په نورو سیمو کې ځپل شوي اوس غواړي چې له دې لارې دولت تر فشار لاندې راولي.

جمهور ریس د ننګرهار ننني ځانمرګي برید ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د ننګرهار پیښه داعش پر غاړه واخیسته او په دغو دوه پیښو کې خارجي تروریستان مسولیت لري.

ده وویل"د بدخشان او ننګرهار په پیښو کې نړیوال تروریستان مسول دي، نو زه د افغانستان پر ملت او علماو غږ کوم چې په یو ملي صف کې ودریږي او راځئ چې یو ملي جهاد شروع کړو له هغې پرته دا خلک زمونږ تباه کول غواړي. "

جمهور ریس دا هم وویل هغه څوک چې افغانان دي او له مونږ سره سیاسي اختلاف لري د افغانانو په صف کې دې ودریږي، هغه پر طالبانو غږ وکړ او زیاته يې کړه "پر ټولو طالبانو غږ کوم چې نن مو د انتخاب ورځ ده، که افغانان یې او په اسلام باور لرئ نو راشۍ د خپل دولت سره مو په صف کې ودریږئ او که د خارجیانو د نفوذ لامل یاست ورسره ودریږئ مونږ له علماو فتوا اخلو دغه ملت بیا پوهیږي چې د ملت له خاینینو سره څه ډول رفتار وکړي. "

جمهور ریس د بدخشان ناامنیو ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه چې د بدخشان ناامني څلور علتونه لري هغه زیاته کړه.

ده ووی "د بدخشان د ناامنۍ یو علت ددغې سیمې ثروت او اقتصاد دی، چې ناوړه ګټه ترې اخیستل کیږي، دویم علت يې غیر قانوني وسله وال دي چې تهدید کوي او سرونه غوڅوي چې د یو بل په وژنو سره د ټولنې بنسټ کمزوری کوي، او نور له دغه حالته استفاده کوي. دریم علت يې شورشیان یا یاغیان دي، او څلورم علت یې چې تر ټولو مهم دي تروریسستان دي. "

جمهور ریس د خپل سفر پر وخت د بدخشان خلکو ته تسلیت ووایه، او د خپل حکومت د ځینو لاسته راوړنو یادونه يې وکړه او ویې ویل چې دده حکومت به درته ثابته کړی وي چې ستاسو جمهور ریس کومه شخصي غوښتنه نه لري، غواړي خپل ځای ناستي ته یو داسې هیواد په میراث پریږدي چې ثابت ازاد او با امنه وي.

جمهور ریس وویل چې د بدخشان اداره ګټوره اداره نه وه، او زیاته يې کړه" ګټوره اداره دې ته نه وايې چې څلور کسه هر څه انحصار کړي او ووایې چې د یوې لویې ډلې استازیتوب کوي. په دې ډله کې مدني ټولنې ځوانان ښځې او علما شامل دي راځۍ چې ټولو بدخشانیانو ته په حکومت کې برخه وکړو. "

جمهور ریس اشرف غني خلکو ته ډاډ ورکړ چې د بدخشان د پیښې د څیړلو په اړه يې مامورین ګومارلي دي او هغه نظامي چارواکو به وستايي چې په دغه پیښه کې يې زړورتیا ښودلې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG