د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې جګړو بیا زور اخیستی


افغان چارواکي وايي طالبانو د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ کړي

د فراه ولایت چارواکي وايي په تېرو څو ورځو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۲ طالبان وژل شوي او ۴۱ نور ژوبل شوي دي.

د فراه د امنیې قومندانۍ ویاند اقبال باهر امریکا غږ اشنا ته وویل چې دا طالبان د بالابلوک ولسوالۍ د "فراه رود" او "تودنک های" په سیمو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

نوموړي همدغه راز طالب وسله وال تورن کړل چې ولسي خلک او د هغوی کورونه یې د ځانونو لپاره سپر ګرځولي دي.

ښاغلي اقبال وویل په دغو ګډو عملیاتو کې ځیني طالبان ژوندي هم نیول شوي او ورسره یې د دغې ډلې لسګونه ګاډي او نور وسایل هم نیولي دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو په خپلې اعلامیې کې ویلي چې د بالابلوک په ولسوالۍ او د فراه رود په لویې لارې کې د طالبانو د شړلو او ځپلو عملیات روان دي.

طالبانو بیا ادعا کړې چې شپږ افغان سرتېري يې وژلي او نهه نور یې ژوبل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د فراه د والي ویاند ناصر مهري وویل چې د بالابلوک په ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې اته ولسيان ووژل شول او شاوخوا ۲۲ نور ژوبل دي.

ولسي خلک ادعا کوي چې طالبان یې په کورونو ورننوتل او دوی له خپلو کورونو څخه په تېښته وو چې هوايي برید پرې وشو، خو افغان چارواکي دا خبره نه مني.

XS
SM
MD
LG