د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي هلمند کې هوايي بریدونو ۵۰ وسله وال وژلي


په دغو هوايي بریدونو کې د چارواکو په خبره شاوخوا ۸۰ تنه وسله وال ژوبل شوي هم دي
په دغو هوايي بریدونو کې د چارواکو په خبره شاوخوا ۸۰ تنه وسله وال ژوبل شوي هم دي

په هلمند کې امنیتي چارواکي وايي مرکز لښکرګاه ته نژدې د باباجي، سنګین، نادعلي، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې یې یو لړ تازه پوځي عملیات کړي دي.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کینتور وايي چې په دغو عملیاتو کې د نړیوالو ځواکونو الوتکو د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه چې په په ترڅ کې یې شاوخوا ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸۰ نور ژوبل دي.

ښاغلي کینتور وویل" په تيرو ۴۸ ساعتو کي مو د دښمن ۵۰ تنه په هوايي بریدونو کي وژلي، موږ د مارجې لار په بشپړه توګه پرانیستې ساتلې او د ولسوالۍ زیاتره برخي مو د دښمن له موجودیت نه پاکي کړي او په ځینو برخو کي مو نوي امنیتي پوستې جوړو."

نوموړی زیاتوي چي افغان ځواکونو د ولسوالۍ له ډېرو برخو وسله وال طالبان شړلي دي. مارجه له تېرو نهو میاشتو راهیسې د محاصرې په حال کې وه او تر لښکرګاه پورې غځېدلې لاره يې هم د ترافیکو پر مخ تړلې وه .

د هلمند امنیه قومندان وايي چې د دوی ډېره تکیه اوس پر هوايي بریدونو ده "نړیوال قوتونه حاضر دي چې هلمند کې را سره په ځمکنیو عملیاتو کي هم مرسته وکړي، موږ کوښښ کوو چې په داسې ځایونو باندې هوايي بریدونه وکړو چي عام خلګ زیانمن نشي او دښمن ته قوي زیان ورسوو. "

تراوسه د افغان چارواکو د دغو څرګندونو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

د هلمند له تازه نا امنیو سره پر یوه وخت د نړیوالو ځواکونو یو تازه کنډک عسکر په ښوراب پوځي مرکز کې ځای پر ځای شوی او دغه راز يې د لښکرګاه ښار په جنوبي څنډه بست هوايي ډګر کې هم یو شمېر سرتیري ځای پر ځای شوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG