د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندز د چاردرې ولسوالۍ ونیوله


د چاردې ولسوال وايي په ګرم موسم او روژې کې له مرستو پرته جنګ نشي کېدی.
د چاردې ولسوال وايي په ګرم موسم او روژې کې له مرستو پرته جنګ نشي کېدی.

له افغانستان راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د کندز ولایت د چاردرې ولسوالي ونیوله.

سیمه اییز چارواکي وايي طالبانو پر دغې ولسوالۍ له تېرو دوو ورځو راهېسې پرلپسې بریدونه کول.

د چاردرې ولسوال زلمی فاروقي وايي دوی د امکانانو او مرستو دنشتوالي له کبله د چاردې ولسوالۍ ودانۍ او مرکز پرېښوده.

هغه زیاته کړه "د اوړي په دغو اوږدو ورځو ګرمۍ او روژه کې چې په ملي اردو او پولیسو پسې امکانات او کومکي قواوې نه وي جګړه نه شي کیدی."

فاروقي وویل چې د ماښام له اذانونو سره د پولیسو او ملي اردو ټولې قواوې له ولسوالۍ راووتلې.

هغه وایې چې دوی له سیمې راوتي خو لا خبر نه دي چې په ولسوالۍ کې به طالبان وي او کنه.

فاروقي په جګړه کې د تلفاتو څه ونه ویل خو زیاته يې کړه چې د ولسوالۍ تر پرېښودو پورې امنیتي قواو تلفات نه درلودل.

د چاردرې ولسوالي د کندز ښار په شاوخوا شپږ کیلو مېترۍ کې ده.

کندز هغه ولایت بلل کیږي چې په دې وروستیو کې په کې نا امني زیاته شوې ده ویل کېږي چې طالبان د ښار څنډو ته رسېدلي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG