د لاس رسي وړ اتصالات

دکابل په ځان مرگي برېد کې 7 کسان وژل شوي دي.


افغان چارواکی وايی په کابل کې دېوه موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږ 7 کسان ووژل شول. رپوټ وايی داکار ورو سته له هغه نه وشو چې دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما له هغه ښار نه بېرته روان شو. دامرېکا جمهوررئېس په ېوه نااعلان شوي لنډ سفر کابل ته تللی و.

چاوراکی وايی په دغه برېد کې ېو امنېتی ساتونکی او پنځه امنېتی ماموران ووژل شول. اوم وژل شوی ونه پېژندل شو. دناټو رپوټ وايی چی افغان قواو ټول برېدکوونکي ووژل. دناټو نطآق جنرال کارسټن جېکبسن دغه برېد دنهېلی ېوه بله هڅه وبلله چې ېوشمېر بېگناه ملکېان پکې ووژل شول.

ېاغي طالبانو ددغه برېد مسوولېت په غاړه اخېستی دی او وې وېل چې دا افغانستان ته د براک اوباما د سفر په مقابل کی شوی دی. هغه خبرلېک چې امرېکا غږ له طالبانو نه ترلاسه کړی دی، په هغه کې طآلبانو اعلان کړېدی چې د پسرلي برید به په افغانستان کې د پنجشنبی دورځی راهېسی پېل کاندی. عېنی شاهدانو لږ ترلږ ېوه چاودنه د پلازمېنی کابل په ختېځه برخه کې واورېدله او ورپسی ډزې هم واورېدل شولی.

ناټو په ېوه بل خبر کې ووېل چې د بم چونی په ېوه بله پېښه کې د چارشنبی په ورځ ددوی دوه تنه عسکر دافغانستان په ختېځ کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG