د لاس رسي وړ اتصالات

وساله والو کسانو د ناټو په یوې سترې پوځي اډې برید کړی


وساله والو کسانو د ناټو په یوې سترې پوځي اډې برید کړی
وساله والو کسانو د ناټو په یوې سترې پوځي اډې برید کړی

ناټو وایي چې قواو یې د افغانستان په ختیځ کي د ناټو په یوې اډې او د امریکا په یوه کمپ باندي د یاغیانو حملې په شا تمبولي او ١٣ یاغیان یې وژلي دي.

په خوست ولايت كې د ناټوځواكونو په دوو مهمو اډو سحراباغ او زاړه هوایی ډګر باندی نن سهار وختی شاه وخوا څلوربجې وسلوالو طالبان ډله ایز ځان مرګی او وسله وال بریدونه کړیدی او تر نهو بجو په سیمه کې د ډزو او چاودنو غږونه اوریدل کیدل.

په خوست كې دمیشتو ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتروايي لومړى د دوى په يوه اډه د توغنديو بريد وشو او ورپسې د ناټو پر دوو هوايي اډو د درنو او سپكو ولو ډزې پيل شوې.

مطبوعاتی دفتر زیاتوي چې په متقابل هوايي او ځكمنيو بريدونو كې یی څلورويشت بريدكوونكي وژلي او پنځه نور يې ژوندي نيولي دي، او د دې ترڅنګ يې درې موټر بمونه هم له منځه وړي دي.

همدا ډول سرچینه زیاتوی چې د قاري اسحاق په نوم يې د دغو بريدکونكو طالب قوماندان هغه وخت په هوايي بريدكې وژلى چې له بریدونو وروسته په موټر كې له پولې بلې غاړې ته د تلو په حال كې و.

ناټو پدې جګړه كې د خپلو دوو سرتيرو ټپي كيدل هم منلي دي .

دخوست امنیه قوماندان جنرال عبدالحکیم اسحاق زی وایی چې دوی اپراتیفی رپور تر لاسه کړی وو چې وسلوال طالبان دخوست په ښار اومنیه قوماندانی او ولایت دبرید پلان لری او دوي له مخکی څخه تدابیر ورته نیولی وو.

نوموړی زیاتوی دناټو او افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمینځ دڅو ساعته جګړې وروسته څلورویشت برید کوونکی ووژل شول پنځه تنه ژوندی ونیول شول او دوه موټر چې یو دچاودونکو مواودو او بل دپوځی مهماتو ډک هم نیول شویدی .

امنیه قوماندان زیاتوی پدې بریدونو دناټو ځواکونو دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لری خو یو پولیس او دوه ملکی وګړی پکې ټپیان شویدی .

د خوست ملكي روغتون چارواكي وايي چې دوى ته يې له دې پېښې درې ټپيان راوړي چې دوه يې پوليس اويوه ميرمن ده.

ددې بریدونو په اړه په سیمه کې عینی شاهدان دخپلو سترګو لیدلی حال داسی بیانوی .

دوسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چې د دویی اته ويشتو ملګرو په خوست كې د ناټو ځواکونوپه دوو مرکزی اډو بريدونه كړي او ادعا کوی چې دسحراباغ په هوایی ډګر کې یی نولس تنه بهرنی سرتیرې وژلی او یوه څرخې الوتکه یی هم زیانمنه کړی او په زاړه هوایی ډګر کې یی یوه څرخې الوتکه راغورځولی او ډیرو سرتیرو ته یی پکې مرګ ژوبله اړولی ده .

خو په سیمه کې ناټو ځواکونه دغه ادعاوی نه منی .

د ياده ولوده چې پوره دوه كاله وړاندې هم په ورته ډول د وسله والو طالبانو لخوا په خوست كې د ناټو ځواکونو په اډه ډله يزځانمرګي بريدونه شوي وو چې مرګ ژوبله يې هم درولوده.

ناتو وایی چی قواو یې پرون د وردګو په ولایت کي د امنیتي چارو دوه خصوصي قراردادیان اشتباها وژلي دي. کله چی یاغیانو د ائتلافي قواو په یوه موټر باندي ډزي پیل کړې، نو په دې وخت کي ددغو قراردادیانو موټر په زیات سرعت صحنې ته راورسید او کله چی د ناتو عسکرو ولیدل چی یوه سړي د همدغه موټر نه په ډزو پیل وکړ، نو په دغه موټر باندي یې ډزي وکړې چی په دې ډزو کي په موټر کي سپاره دوه کسه ووژل شول.

ائتلاف په دې باب تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG