د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د امنیې پر قوماندان باندي ځانمرګه برید وشو


د کندهار د امنیې پر قوماندان باندي ځانمرګه برید وشو

د کندهار د امنیې پر قوماندان باندي ځانمرګه برید وشو

نن د قندهار د ولاېت د امنیې په قوماندان باندې ېوه ناکامه ځان وژونکې حمله وشوه. تقرېبا ٢ کسان په کښي زخمېان شول او حمله کوونکی په خپله ووژل شو، خو په خپله د امنیې قوماندان خان محمد مجاهد د حملې نه روغ رمټ ووتی.

دAP خبري اژانس د قندهار دامنېې قوماندان له قوله واېې چې د دغې مرگانۍ حملې هدف دا و چې خلک وویرېږي او د حکومت سره ملگري نه شي. دا دوهم ځل دی چی په خان محمد باندې حمله کېږي. دسه شنبی په ورځ ېې ېو بم د موټر دڅنگ سره وچاودید خو چاته په کې مرګ ژوبله وانوښته.

تېره اونۍ د قندهار دامنېې د قوماندان مرستېال په ورته ېوه ځان وژونکې حمله کې ولگېده او مړ شو.

XS
SM
MD
LG