د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان دوه جګپوړه چارواکي له مرګ نه بچ شول


دافغانستان دوه جګپوړه چارواکي له مرګ نه بچ شول

دافغانستان دوه جګپوړه چارواکي له مرګ نه بچ شول

دافغانستان په جنوب کې دهېلمند والي محمد ګلاب منګل هغه وخت چې ېوه ټوپک والا پرې ډزې وکړلی زخمی نشو.

دهغه دموټرو پر کاروان باندی نن د سه شنبی په ورځ لشکرګاه ته نېژدی ډزی وشولی. دمنګل امنېتی قواو پر برېد کوونکېو ډزی وکړلی او دوه برېد کوونکی ېې ووژل.

همدارنګه د سه شنبی په ورځ دوخته ېوه ځان مرګی کوشش وکړ چې په کابل کښي د استخباراتو پر مرستيال احمد ضېا ء باندي برېد وکړی. خو دده برېد مخه ونيول شوله ځکه دهغه ساتونکی پر برېد کوونکی تردی مخکی چې له چاودونکېو موادو نه ډک موټر وچوی ډزې وکړلی او وی واژه. او ښاغلی ضېاء ژوبل نشو.

د يوه روغتون چارواکی وايی په کندهار کښي ېوه لارۍ چې کارګران پکې سپاره وو د سړیک دغړی په بم ور برابره شوه. په نتيجه کښي لږ تر لږه لس کارګران وژل سوي او ۲۸ نور ټپيان سوي دي . قېوم پخلا ووېل چاودنه د سه شنبی په ورځ په کندهار کې وشوه. خو تر اوسه پوري ددغه بريد مسؤليت هيچا پر غاړه ندی اخيستی .

ناټو ووېل چې دوی له ښاغلی کرزی سره ددې برېد په غندنه کی ملګرتېا کوی. ښاغلی کرزی د بېګنا ه کارګرانو وژنه او زخمی کونه غندلی ده. نا ټو داهم وايی چې داېتلاف ېوه الوتکه د سه شنبی په ورځ باندی په لوېدېځ افغانستان کې ټکرسوله خو په الوتکه کې څوک ندی ژوبل شوی.

دافغانستان په شمال کې پولېس وايی چې په ېوه بم چونه کې نن د سه شنیبی په ورځ، دمزارشرېف په ښار کې 4 کسان ووژل شول.

رپوټ وايي چې طالبانو د حکومت پرامنېتی قواو، ناټو، ملکېانو او حکومتی مامورانو خلاف برېدونه زېات کړېدی

XS
SM
MD
LG