د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رییس کرزي د ایتلاف قواو ته وروستی خبرداری ورکړیدې


جمهور رییس کرزي د ایتلاف قواو ته وروستی خبرداری ورکړیدې

جمهور رییس کرزي د ایتلاف قواو ته وروستی خبرداری ورکړیدې

دافغانستان جمهوررئیس وروسته له هغې چې افغان مامورانو وویل، دافغانستان په جنوب کې دناټو په بمبارې کې څوارلس تنه ووژ شول، دملکیانو دتلفاتو په باره کې امریکائې او ناټو قواو ته وروستی خبرداری ورکړ.

ښاغلې کرزی دغه وژل وغندل او وویل، په غیر منسجم عملیاتو کې بی گناه افغان ملکیان وژل کیږی. دافغانستان جمهوررئیس دائتلاف له قواو نه غواړی چې دشپی له خوا په حملو کې کمښت راولی او دافغان دقواو سره دی واضح کړی چې پدی سره تلفات کمیږدی.

دافغان مقامات وائې، دشنبی په ورځ دهلمند ولایت دنوزار په ولسوالی کې په دوه کورونو بمباری وشوه او څوارلس تنه چې ټول ئې ښځی او ماشومان وو، ووژل شول. دوی وائې، شپږ نورملکیان زخمیان شول.

دناټو نطاق وائې، له هغو رپوټونونه خبردی چې دملکیانو دتلفاتوپه باب ورکړل شویدی. ده وویل، دارزیابی یو گډ هیآت سیمی ته استول شویدی او ائتلاف به وروسته پدی هکله اضافی معلومات خپاره کړی.

سیمه ایزه مامورانو وویل، په سیمه کې دامریکا دمرین په اډه باندی له حملی نه وروسته دغه بمبارې وشوه.

دیکشنبی په ورځ جمهوریت غوښتونکی سناتورچې دمشرانو په جرگه کې د وسله والو خدمتونو دجرگه گی غړی دی،دامریکا تلویزنی شبکی فاکس نیوز ته وویل، دی دحکومت دپلانونو سره موافقه لری چې غواړی دجولای په میاشت کې له افغانستان نه دعسکرو په وتلوپیل وکړی . ده وویل،دعسکرو وتل باید دسیمی دشرائطوپوری تړلی وی. دامریکاپه مشری دناټو اتحاد په دغه هیواد کې تقریبآ یوسلو پنځوس زره عسکر لری . تقریبآ سل زره ئې امریکائې عسکر دی.

دشنبی په ورځ دځانمرگی په حمله کې دافغانستان دشمال دپولیسو قوماندان وژل شوی و.

مقامات وائې، جنرال داود داود چې دکورنیو چارو دوزارت پخوانی مرستیال هم و. جنرال داود داود دولایت دشپږو مامورانو او دناټودهغو عسکرو په کتار کې و چې په دغه حمله کې وژل شویدی. دغه ځانمرگی دپولیسو یونیفارم اغوستی و چې دوالې په انگړ ئې حمله وکړه.

په دغه چاودنه کې نهه تنه نور زخمیان شوی وو.

طالبانو ددغې حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. دغه حمله په داسی وخت کې وشوه چې مامورانو او دناټو عسکرو دتخار ولایت په مرکز تالقانو کې غونډه کوله .

له بلی خوا دائتلاف عسکرو دشنبی په ورځ دخوست ېه ولایت کې په یوانگړ باندی دحملی په وخت کې یوه وسله واله ښځه ووژله.

ائتلاف وویل، دهغې له وژلو نه وروسته دائتلاف عسکروته معلومه شوه چې دا ښځه وه.

XS
SM
MD
LG