د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کی د ناټو بمباري، څوارلس ملکیان وژل شوي


هلمند کی د ناټو بمباري، څوارلس ملکیان وژل شوي

هلمند کی د ناټو بمباري، څوارلس ملکیان وژل شوي

دافغانستان په جنوب کې ماموران وائې، دناټو په بمبارې کې څوارلس ملکیان چې ټول ئې ښځی او ماشومان دی، وژل شویدی.

مقامات وائې، نن دیکشنبی په ورځ په حمله کې دهلمند ولایت دنوزاد په ولسوالې کې شپږتنه هم زخمیان شویدی .

دوالې دفتر وائې، د دوه ملکیانوکورونه په دغه حمله کې لگیدلی دی چې دوه ښځی، پنځه جنکې او اوه هلکان پکی وژل شویدی.

دناټو نطاق وائې، له هغو رپوټونونه خبردی چې دملکیانو دتلفاتوپه باب ورکړل شویدی. ده وویل، دارزیابی یو گډ هیآت سیمی ته استول شویدی او ائتلاف به وروسته پدی هکله اضافی معلومات خپاره کړی.

دخارجی قواو له خوا په غلطی دملکیانو وژل دافغانستان دجمهوررئیس حامد کرزی او دلویدیځو ملکونو دمامورانو ترمنځ داختلاف یوه غټه منبع ده . دغه اشتباه هغه کوښښونه پیچلی کوی چې دعادی افغانانو ملاتړلاس ته دراوړلو لپاره کیږی.

ښاغلې کرزی دشنبی په ورځ ددفاع وزارت ته امروکړ چې یوازی افغان عسکروته دی دشپی له خوا دحملو اجازه ورکړی . دا څرگنده نده چې دهغه امر به دناټو په عملیاتو باندی کومه اغیزه وکړی یانه. افغانان وائې، دشپی له خوا په حملو کې ملکیانوته اکثره وخت تلفات اوړی.

دیکشنبی په ورځ جمهوریت غوښتونکی سناتورچې دمشرانو په جرگه کې د وسله والو خدمتونو دجرگه گی غړی دی،دامریکا تلویزنی شبکی فاکس نیوز ته وویل، دی دحکومت دپلانونو سره موافقه لری چې غواړی دجولای په میاشت کې له افغانستان نه دعسکرو په وتلوپیل وکړی . ده وویل،دعسکرو وتل باید دسیمی دشرائطوپوری تړلی وی. دامریکاپه مشری دناټو اتحاد په دغه هیواد کې تقریبآ یوسلو پنځوس زره عسکر لری . تقریبآ سل زره ئې امریکائې عسکر دی.

دشنبی په ورځ دځانمرگی په حمله کې دافغانستان دشمال دپولیسو قوماندان وژل شوی و.

مقامات وائې، جنرال داود داود چې دکورنیو چارو دوزارت پخوانی مرستیال هم و. جنرال داود داود دولایت دشپږو مامورانو او دناټودهغو عسکرو په کتار کې و چې په دغه حمله کې وژل شویدی. دغه ځانمرگی دپولیسو یونیفارم اغوستی و چې دوالې په انگړ ئې حمله وکړه.

په دغه چاودنه کې نهه تنه نور زخمیان شوی وو.

طالبانو ددغې حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. دغه حمله په داسی وخت کې وشوه چې مامورانو او دناټو عسکرو دتخار ولایت په مرکز تالقانو کې غونډه کوله .

له بلی خوا دائتلاف عسکرو دشنبی په ورځ دخوست ېه ولایت کې په یوانگړ باندی دحملی په وخت کې یوه وسله واله ښځه ووژله . ائتلاف وویل، دهغې له وژلو نه وروسته دائتلاف عسکروته معلومه شوه چې دا ښځه وه.

XS
SM
MD
LG