د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې پنځه د ناټو عسکر وژل شوي


د افغانستان په جنوب کې پنځه د ناټو عسکر وژل شوي
د افغانستان په جنوب کې پنځه د ناټو عسکر وژل شوي

په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف منابعی وایې چې د دوي پنځه پوځیان د هیواد په جنوب کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې وژل شویدي .

د آیساف قواوو ویلي دي چې پیښه د پنجشنبې په ورځ شوېده خو نور تفصیلات ېې نه دي ورکړي.

دا پېښه د وردګو په ولایت کې څلور ورځې وروسته له هغه نه شوې چې د امریکا یوه هلیکپتر راولویده او په کښي دیرش امریکایي او اته افغانان ووژل شول.

د چارشنبې په ورځ افغانستان کی د ناټو قوماندان جنرال الن وویل چې دوي په یو هوایي برید کې یو شمیر طالبان وژلي دي چې په کې هغه نفر هم شامل دی چې د امریکایی هیلی کاپټر په غورځولو کې یی لاس درلود.

خو نن د طالبانو لخوا ویل شوي چې د دوی دغه غړی ژوندی دی او د دوي په وینا یو بل ځای کې په جهاد کې مصروف دی

د شنبې په ورځ شوې دې پیښه کې د امریکا د خاصو قواو نیوي سیل اولس نفر د خاصو عملیاتو پینځه کسان، د هوایی قوې درې ،د وسله والو قواو پینځه پوځیان دی. ددې نه وړاندی ویل شوی وو چې په دی کی د نیوي سیل ٢٢ کسان وژل شوي دي

په تیرو لسو کالو کې د امریکا پوځیانو ته په افغانستان کی په یو وخت دومره زیات ځاني تلفات کله نه وو رسیدلي .

د ناټو قوماندان وایي چې دوي د دې پیښې په باب پلټنی کوي. هغه وایي چې هیلی کاپټر کیدای شی د راکټ او د سپکو وسلو په ډزو لگیدلی وي

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا ویلي دي چې دوي به د وژل شویو امریکایي پوځیانو د نومونو لست ژر خپور کړي . دی نه وړاندې د امریکا د خاصو عملیاتو قوماندانۍ د دې لست خپرولو سره مخالفت ښودلی و.

XS
SM
MD
LG