د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت د انتقال دویم پړاو هم پیل شو


د امنیت د انتقال دویم پړاو هم پیل شو

د امنیت د انتقال دویم پړاو هم پیل شو

د افغانستان د امنیتی چارو د انتقال د چارو د وهم پړاو د پنجشنبې په ورځ په داسي حال کي رسما پیل شو چي د ناتو قواو د پروان د ولایت امنیتي چاري افغان قواو ته وسپارلې.

په افغانستان کي د ناتو په مشري قواو امریکایي قوماندان جنرال ( جان ایلن )

د پروان د ولایت په مرکز چاریکار کي په دې مراسمو کي د افغان چارواکو سره برخه اخیستې وه. ددغه ولایت ددوو ولسوالیو نه پرته نوري ټولي ولسوالۍ د افغانستان امنیتي قواو ته وسپارل شوې.

د افغانستان شپږ نور ولایتونه او څو ولسوالۍ او ښارونه به هم په څو راتلونکو هفتو کي افغان قواو ته رسما وسپارل شي.

د انتقال لومړی پړاو د سږ کال په سر کي شروع شوی دی.

د کاناډا ددفاع چارواکو پرون اعلان وکړ چي دوي د هغو مراسمو په لړ کي چي د افغانستان په جنوب کي د کاناډایي عسکرو د اچولو د ختمولو د پاره ترتیب شوي وو، په کندهار کي خپل بیرغ را کوز کړ.

کاناډا په ٢٠٠٥ کال کي د ناتو په مشري قواو ته ٣٠٠٠ عسکر ورکړي وو چي په سیمه کي د یاغیانو سره وجنګیږي. تقریبا ٩٥٠ تنه کاناډایي عسکري روزونکي به په افغانستان کي پاته وي او د هغه هیواد د عسکرو او پولیسو د روزلو په چارو کي به برخه لري.

ویل کیږي چي ټول خارجي عسکر به د افغانستان د حکومت سره د موافقې په اساس په ٢٠١۴ کال کي په بشپړ ډول د هغه ملک نه را ووځي.

XS
SM
MD
LG