د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې دوه عسکر په افغانستان کې وژل شوي


د فرانسې دوه عسکر په افغانستان کې وژل شوي
د فرانسې دوه عسکر په افغانستان کې وژل شوي

د فرانسې حکومت واېې چې د افغانستان په ختېځ کې ېې دوه عسکر وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د فرانسې د ولسمشر نېکولا سارکوزي دفتر واېې چې دغه فرانسوي عسکر د فرانسې د فارن لېژان د خاصې قطعې غړي وو چې نن د پنجشنبې په ورځ د کاپیسا ولاېت د تگاب په ولسوالۍ کې د افغانستان د ملي پوځ یو عسکر وویشتل.

دناټو تړون نن په ېوه مطبوعاتي وینا کې وویل چې ېوه حمله کوونکي چې د افغانستان د پوځ درېشي ېې په ځان وه، په ختېځ کې ېې د ټوپک ډزې وکړې او داېتلاف دوه عسکر ېې ووژل. خو ناټو په دې اړه نور تفېصلات ورنه کړل.

د افغانستان په روانې جګړې کې تراوسه پوري د فرانسې 78 عسکر مړه شوي دي، چې د دې جملې نه ېې26 عسکر ېواځي سږکال وژل شوي دي، خو جمهور رېس سارکوزي نن ژمنه وکړه چې فرانسه به په افغانستان د ناټو تر قوماندې لاندې خپل ځواکونه وساتي.

طالبانو ددغې حملې مسوولېت قبول کړې دی. د طالبانو ېوه وېاند زبېح اله مجاهد خبري رسنېو ته ووېل چې دابراهېم په نامه ېوه سړي په فرانسوي عسکر باندې په تگاب کې ډزې وکړې.

له بلې خوا نن د هلمند ولاېت د ناد علي په ولسوالۍ کې دسړک پر غاړه د ماېن په چاودنه کې دافغانستان دپولېسو لس غړي وژل شوي دي. دهلمند ولایتي مامورانو ووېل چې نننۍ حمله په داسې حال کې وشوه چې پولیس د ېوه روزنیز مرکز نه خپلو کورونو ته روانیدل. ولاېتي چارواکي واېې چې وژل شوي پولېس زېاتره نوي جلب شوي کسان وو. یو تن په دغه چاودنه کې زخمي شوې دی. طالبانو ددې چاودنې مسوولېت هم په غاړه اخېستلی دی.

XS
SM
MD
LG