د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې ۵ د ناټو عسکر او ۶ ماشومان وژل شوي


د افغانستان په جنوب کې ۵ د ناټو عسکر او ۶ ماشومان وژل شوي
د افغانستان په جنوب کې ۵ د ناټو عسکر او ۶ ماشومان وژل شوي

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړېوال ایتلاف ووېل چې څلور عسکر ېې نن دسړک پر غاړه دبم په چاودنه کې ووژل شول او پنځم ېې په ېوه جلا چاودنه کې مړ سو.

خو ناټو په دې اړه نور تفصېلات ورنه کړل. د روان مېلادي کال د جنورۍ په میاشت کې دناټو ۹ عسکر تراوسه پوري په افغانستان کې وژل شوي دي. پروسږکال ېې په مجموعي توگه544 عسکر په افغانستان کې په بیلابیلو پېښو کې ووژل شول چې د روان لس کلن جنگ په دوران کې د تلفاتو پروسږنې کال دناټو د عسکرو لپاره دوهم مرگانۍ کال گڼل کېږي.

د امرېکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه واېي چې په پام کې لري چې د١٣٩٣ هجري شمسي کال تر پای پوري خپل محاربوي قطعات له افغانستان نه وباسي او د امنیت د ساتلو چارې افغان حکومتي ځواکونو ته وسپاري.

بلي خوا ته خبري رېپوټونه واېي چې نن د ارزگان ولاېت په مرکز ترېنکوټ کې 6 ماشومان هغه وخت ووژل شول چې ېو بم پرې وچاودید.

د ارزگان ولایتي چارواکي وايې چې بم د فاضله موادو په ېوه ټوپنۍ کې اېښوول شوی و. دغه راز څلور تنه ماشومان چې په ېوه نژدې مېدان کې ېې لوبې کولې زخمي شوي هم دي. تراوسه پوري معلومه نه ده چې د حمله کوونکي هدف څوک و.

په کابل کې د بي بي سي رادېو خبریال واېې چې په ېوه هفته کې په ارزگان کې دا درېمه چاودنه وه چې ماشومان ېې ووژل.

ددې نه مخکې د ارزگان ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې دېوه شخصي امنیتي شرکت دوه تنه محافظین هغه مهال مړه شول او څلور تنه ېې زخمېان شول چې ټوپکوالاو ېې په امنېتي پوستې باندې ډزې وکړې.

XS
SM
MD
LG