د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې ځانمرګه برید ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې


په کندهار کې ځانمرګه برید ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

په کندهار کې ځانمرګه برید ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغان حکومت ماموران واېې چې نن په قندهار کې ېوه ځان وژونکي برید وکړ او خپل بم ېې د ېوې هواېې اډې سره څیرمه وچوه. په چاودنه کې شپږ تنه ملکي کسان ووژل شول .

په قندهار کې نننۍ چاودنه د هغو مرگانیو حملو په سلسله کې ېوه وروستۍ حمله ده چې وېل کېږي طالبانو په دغه ولاېت کې کړي دي.

د قندهار دامنېې قوماندان جنرال عبدالرزاق خبریالانو ته ووېل چې چاودنه د قندهار د هواېې اډې د عمومي دروازې سره نژدې وشوه .

د حکومت مامورانو وویل چې پرون د چارشنبې په ورځ په هلمند کې شپاړس کسان دبمونو په دوو چاودنوکې ووژل شول چې په لومړۍ چاودنه کې چې دکجکي په ولسوالۍ کې وشوه ۱۰ ملکي کسان او دوه تنه پولېسان ووژل شول او ۲۰ کسان ېې زخمېان کړل.

د بم په دویمه چاودنه کې چې د ناد علي په ولسوالۍ کې وشوه د حکومت داستخباراتو یو مامور او دهغه دوه تنه محافظېن ېې ووژل. وېل کېږي چې بم د رېموټ کنټرول په وسیله وچول شو.

طالبانو د پرونیو حملو مسوولیت په غاړه اخېستلی دی. په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان آلن دغه حملې وغندلې او وېې وېل چې دغه عمل به طالبان دهغه په وینا نور هم د سولې د پروسې او مذاکراتو نه لېري وساتي دي.

XS
SM
MD
LG