د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي د کندهار برید غندلی دی


ولسمشر کرزي د کندهار برید غندلی دی

ولسمشر کرزي د کندهار برید غندلی دی

ولسمشر حامد کرزي د موټربم ننۍ حمله چې د قندهار په ولایت کې پولیسو د ماموریت نه بهر شویده، غندلې ده. د جمهورریس د رسمي فیس بوک د پاڼې له قراره د یو موټر بم د چاودنې له امله د قندهار په ښار کې د پولیسود مرکز نه د باندې نهه کسه وژل شویدی او ١٩ تنه نور زخمی شویدی. په ابتدایی رپوټونو کی وویل شول چې افغان مامورین وایي چې په دی چاودنې کې پنځه صاحب منصبان او دوه ملکی خلک ووژل شول.

ښاغلی کرزي وویل، دښمن چې وار یی خطا دی دغسي یو د دهشت اوترور بزدلانه عمل کوي، خو داسي اعمال به د دوي داعیی ته گټه ونکړي. په افغانستان کې د ناټو په رهبرۍ اتلاف همدغه راز د ولسمشر کرزی په شان دغه تشدد وغانده.

سره ددې چې تر اوسه پوري هیچا د دې حملې مسولیت په غاړه نه دی اخستی ، خو د ډیر وخت راهیسی قندهار د افغان طآلبانو پوځي سنگر دی او دغسې حملې د یاغیانو عادی تاکتیک دی چې تر سره کوي یی.

ددې چاودنې نه یوه ورځ مخکې په افغانستان کې د امریکا لوړ رتبه قوماندان په طالبانو غږ وکړ چې د بې گناه خلکو، ښځواوماشومانود وژلو نه دي نورلاس واخلي.

جنرال جان الن د ملگرو ملتونو د هغه رپوټ د خپریدو نه وروسته په طالبانو دغسي غږ وکړ چې وایی، په دوه زره او یوولسم کال کی په افغانستان کی درې زره او یوویشت ولسي خلک وژل شویدي.

د ملګروملتونو دغه رپوټ وایي دوزه زره او یوولسم کال پنځم پرله پسې کال و چې په افغانستان کې د ولسي خلکو تلفات په کې زیات شویدی او د دوزه زرلسم کال په پرتله په مرگ ژوبلو کې اته سلیزه زیاتوالی راغلی دی. د دوه زره اودرې سووو نه، د زیاتو مرگ ژوبلو پړه د یاغیانو په غاړه دی او ۴١٠ تنه ولسي خلک د افغان او ناټو قواوو په عملیاتو کي وژل شویدي.

د بلي خوا څخه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نن په ارگ کې د ملي امنیت غونډه وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي غونډې ته وویل چې په تیرو څو ورځو کې په عمومي ډول د هیواد امنیتي حالت ښه و.

وروسته بیا د امنیتي مسولیتونو د لېږد د کمسیون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزی ، غونډې ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو د دویم پړاو په باره کی خپل رپوټ وړاندي کړ او وېویل چې د سرپل په ولایت کې د امنیتي مسولیتونو د لېږد د چارو دویم پړاو په ختمیدو دی.

ښاغلي احمدزی وویل چې د لغمان او هرات په ولایتونوکې حکومتي چارې ډیري ښې روانې دي او ولس په پوځ اوملي پولیسو باور لري او په دې برخه کې همکاري ډیره شویده.

ښاغلي احمدزي د امنیتي مسولیتونو د سپارلوترڅنگ په هیواد کې د فساد په ضد مبارزه، د عامه خدماتو ښه کیدل او د بیا رغوونې د پرگرامونو ترسره کیدل اړین دي.

ښاغلي احمدزي وویل په څو راتلونکو ورځو کې به د امنیتي مسولیتونو د دریم پړاو په جوړولو کار پیل شي.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت ولسمشر حامد کرزي غونډې ته وویل چې د امنیتی مسولیتونو د سپارلو دغه پرگرام چې د افغانستان کړیدلي خلک یې ملاتړ کوي، ددغه ملک د بیا روغونی او پرمختگ یوه ستره ازموینه ده.

XS
SM
MD
LG