د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې ځانمرګه برید شوی


په کندهار کې ځانمرګه برید شوی
په کندهار کې ځانمرګه برید شوی

افغان پولیس وایي یوه ځان مرگه بم چوونکي د قندهار په ښار کې د پولیسو په ماموریت حمله کړیده، یو پولیس یې وژلی دی.د قندهارد پولیسوقوماندان عبدالرازق وایي دغه حمله کوونکي بمونه په موټرکې ایښي و، او د پولیسود مرکز نه بهریي وچول .

لږ ترلږه څلورکسه نورپه دې چاودنه کې زخمي شول چې پولیسان او ملکي خلک وو.

دغې چاودنې همدا شان، یوې نژدې ملکي ودانې ته هم سخت زیان رسولی دی.

سمدستي ددې حملې ادعا چا نده کړې خو ددغسي بم چوونو ملامتي مخکې په طالبانو اچول شویده.

قندهارد طالبانو اصلي مرکز دی، او سره ددې چې په کښي د اتلاف قواوې اوافغان قواوې په گډه پراخ عملیات کوي چې په دغه ښار کې امنیت ټینگ کړي ، یاغیان په حکومتی ځایونوباندی حملی کوی.

همدا شان بل خبر دی چې دری ایتالوی عسکر هغه وخت مړه شول چه د هغوی زرهپوش د افغانستان د هرات د ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې د یوی ویالې نه د تیریدو په وخت کی چپه شو.

XS
SM
MD
LG