د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ضد مظاهرو کې څلور کسان وژل شوي دي.


د امریکا ضد مظاهرو کې څلور کسان وژل شوي دي.
د امریکا ضد مظاهرو کې څلور کسان وژل شوي دي.

لږ تر لږه څلور تنه هغه وخت ووژل شول چه پولیسو په هغوسلگونو قهریدلو خلکو ډزې وکړې چه نن یې بیا د په دویمه ورځ، د ناټو په عسکرو باندې له دې کبله اعتراض څرگند کړ چه وایي قرآن شریفونه یې بې ځایه اچولی دي.

افغان مامورین وایي ، په لسگونو نور کسان بیا په ډزو کې، چه په کابل ، د پروان په ولایت اود جلال اباد په ښار کې په مظاهرو کی زخمي شویدي.

په کابل کې مظاهره چیانو، په امنیتي مامورینو د تیږو وارونه وکړل، موټرو، او ودانیو ته اورونه واچول او ځنې مهم سړکونه یې بند کړل او ((مرگ په امریکا)) شعارونه ورکړل.

په کابل کې د امریکا سفارت وایي، خپلو کارکوونکو ته یي ویلی دي چه د سفارت د محوطې نه، و نه وځي او سفرونه معطل کړي.

د بین المللي ایتلاف قوماندان ، امریکایي جنرال، جان الن پرون بخښنه وغوښته اوامر یي وکړ چه ددغه رپوټ تحقیق وکړي چه وایي د اتلاف عسکرو د قرآن شریف په شمول یو شمیر نور دیني کتابونه بې ځایه اچولي دي. ددې پیښې په باره کې حال پوره څرگند نه دی. خو نا تایید شوي رپوټونه وایي چه د ناټوعسکرو د بگرام په اډه کې کوشش وکړ چه یوشمیر قرآن شریفونو ته اور واچوی خو یوه افغان مامور د هغوی لاس ونیوه.

په تیروڅوکالونو کې د مسلمانانو مقدس کتاب ته د بې عزتئ په ضد د افغانانو مظاهرې په مرگانیو پیښو بدلې شویدي.

د دوه زرلسم کال د اپریل په میاشتی کې په افغانستان کې قریب شل تنه په هغو څو ورځینو مظاهرو کې ووژل شول چه د امریکا د فلوریدا د ایالت په یوی وړې کلیسا کې ، مبلغ تیري جونز قرآن شریف ته اور واچاوه.

XS
SM
MD
LG