د لاس رسي وړ اتصالات

په لښکرګاه کې د موټر بم په چاودنه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي


په لښکرګاه کې د موټر بم په چاودنه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي
په لښکرګاه کې د موټر بم په چاودنه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي

لږ ترلږه شپږ کسه نن د هلمند په ولایت کې د خارجی عسکرو په کتار باندی د موټر بم په چاودنه کې زخمي شول.

پولیس وایي دغه حمله نن د چارشنبې په ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه کې وشوه.

د پولیسو قوماندان کمال الدین شیرزاد وایی څرگنده ده چه ددی حملې هدف عسکر وو، خو دا نده څرگنده چه په دې چاودنه کې څوک زخمی شوی دی یا نه؟

کمال الدین شیرزاد وویل چه د خارجی عسکرو دغه کتار په سرک و چه د بمونو ډک موټریی مخې ته وچاودیده . داسی ښکاری چه دا پلان ډیر دقیق سنجول شوی و.

XS
SM
MD
LG