د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې یو پولیس خپل ۹ ملګري وژلي


د حکومت ماموران وايي چې د پکتيکا په ولايت کي يوه پوليس په خپل ټوپک ډزي وکړي او نهه تنه ملگري يې وويشتل. مامورانو وويل چي دغه پيښه پرون ناوخته د پکتيکا ولايت د يحيی خيلو په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه. چارواکو وويل چي ددغي حملي په شک دوه کسان نيول شوي دي او يو سړی د پيښې نه وروسته تښتيدلی دی ، خو دا خبره تراوسه پوري څرگنده نه شوه چې په خپله حمله کوونکی هم نيول شوی دی او که نه او هم نه معلوميږي چي دغه پوليس ولي په خپلو انډيوالانو باندي ډزي وکړي او ويي ويشتل.

له بلي خوا ناټو نن اعلان وکړ چي د افغانستان په جنوب کي يي دوه عسکر په دوو جلا جلا پيښو کي وژل شوي دي. دناټو ايتلاف وايي چي يو عسکر يي نن دجمعي په ورځ د بم په يوه چاودنه کي مړ شو او بل يي د طالبانو په بريد کي ووژل شو. ناټو ددغو دوو عسکرو دهويت په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG