د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه په ولایت کې ځانمرګه پر حکومتي ودانۍ برید کړی


افغان چارواکي وايي ېوه ځانمرګي د فراه په ولایت کې د حکومت پریوې ودانۍ برید کړی دی لږتر لږه ٧ تنه یې وژلي دي او ١٣ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دکورنیو چارو وزارت اود پولیسو چارواکو وویل چې څلور تنه برید کوونکو نن د پنجشنبې په ورځ پرحکومتي دفتر ناڅاپي برید وکړ، بمونه یې وچول او له پولیسو سره یې اوږده جگړه پیل کړله. په دې ترڅ کې شپږ پولیسان او یوتن ملکي ووژل شو. څلورواړه برید کوونکي هم په دې برید کې ووژل شول.

سمدلاسه چا ددغه برید مسوولیت په غاړه ندی اخیستی خوطالبانو ددې میاشتی په سرکې ویلي وو چې دوي به خپلې پسرلنۍ حملې پیل کوي.

XS
SM
MD
LG