د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه په تور لست کې د ځینو افغانانو پر نومونو غور کوي


ملگري ملتونه به تیره هفته د سولي د یوې غونډي د غوښتني نه وروسته د تروریستانو په لیست کی د ځینو افغانانو په نومونو باندی له سره غور وکړي.

افغانستان ته د ملگرو ملتو خاص آستاځي ( سټافان دي میستورا ) نن د شنبې په ورځ وویل چی د ملگرو ملتونو یو هیات به په دې لیست کی د القاعدې او یاغي طالبانو د مشرانو په نومونو باندي له سره غور وکړي.

په افغانستان کی تیره هفته د سولي د جرگې په یوه بیانیه کی وغوښتل سول چی هغه یاغیان چی غواړي د سولي په جریان کی شامل سي، باید د ملگرو ملتو د تور لیست نه وایستل سي.

( دي میستورا ) وویل چی دا لیست به شاید اوس زوړ سوی وي او ځیني خلک چي نومونه یې په دې لیست کی دي، شاید اوس به مړه وي.

له بلي خوا نن په کندهار کی پنځه افغان پولیسان هغه وخت ووژل سول چی موټر یې د سړک په غاړه په یوه بم برابر سو.

او د ناتو دوه عسکر هم د افغانستان په شمالي او ختیځو سیمو کي د بمونو په چاودنو کی وژل سوي دي.

XS
SM
MD
LG