د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې چاودنې ٨ ملکیان ووژل


د غزنی په ولایت کی پولیس وایی چی د سړک د غاړی د بم په چاودنی کی اته تنه ملکی کسان ووژل شول.

چارواکي وایی چی په ننۍ چاودنه کی په قربانیانو کی ښځی او ماشومان شامل وو.

د دی ولایت د پولیسو یوه صاحب منصب د فرانسی خبری آژانس ته وویل چی دا کار طالبانو کړی ؤ.

د افغانستان په جنوب کی ناتو وایی چی افغان او نړیوالو گډو قواوو د طآلبانو یو قوماندان او څو تنه وسله وال طالبان وژلي دی.

د اییتلاف قواووی وایی چی په افغان او اییتلافی قواوو باندی پرون د کندهار د ښار د باندی په یوه مرکز کی سخته حمله وشوه.

قواوو په هغوی باندی ځوابیه ډزی وکړی او په نتیجه کی یی د طالبانو یو قوماندان استاد شایسته خان او یو زیات شمیر نور ووژل، او یو یاغی یی ژوندئ ونیو.

ناتو وایی شیستر استاد خان د چاودیدونکو موادو په اخیستو او ویشلو کی لاس درلود.

XS
SM
MD
LG