د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ له افغانستان نه خپل عسکر باسي


د یکشنبې په ورځ د هالنډ د پوځ وروستي عسکر له افغانستان نه وځي او په دې ترتیب ددغه هیواد څلور کلن ماموریت په ارزگان کې پای ته رسیږي.

د افغانستان له جگړې نه چې اوس یې نهم کال دی، د هالنډ د قواوو وتل د عسکرو یو عمده راایستل بلل کیږي.

اوس به امریکایی، استرالیایی، سلوواک او د سنگاپور قواوې د ١٦٠٠ هالنډیانو ځای نیسي. ددغه ماموریت په جریان کې ٢۴ هالنډیان وژل شويدي.

د افغانستان مامورین وايي، چې د سړک د غاړې په یوې بمي چاودنه کې شپږ ملکیان وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي. پېښه د کندهار په ولایت کې شوېده.

ددغو چاودنو پړه چا تر اوسه پورې په غاړه نه ده اخیستې.

د سړک د غاړې بمونه د طالب اورپکو یوه مطلوبه وسله ده چې د بهرنیو او افغان قواوو پرضد استعمالیږي، خو ډیر ځله ملکیان ددغو چاودنو ښکارشوي دي.

د امریکا او ناټو قوماندانانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د وجود نه د سیمې د پاکولو په جریان کې تشدد زیاتیږي.

د یوه بل خبر په اساس، نن د کابل په ښار کې په زرگونو مظاهره چیانو په هلمند کې د ٥٢ ملکیانو د وژلو په سبب په اعتراض لاس پورې کړ. خو ناټو په پیښه کې چې د جولای په ٢٣مه شوې، د ملکي خلکو وژل نه تائیدوي.

XS
SM
MD
LG