د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بدخشان په ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړ


دافغانستان چارواکي وايي د یاغي طالبانو یوې ډلې د بدخشان په ولایت کې د پولیسو پریوې پوستې باندې برید کړیدی، څلور تنه یې وژلي دي او لږ تر لږ 16 تنه یې نېولي دي. هغوي د چارشنبی په ورځ ناوخته دغه برید کړی دی. رپوټ وايي د بدخشان ولایت د پاکستان، تاجکستان، او چین سره سرحد لري.

دبدخشان والي شمس الرحمن خبریالانو ته وویل چې دوه پولیسان په دغه ناڅاپې برید کې زخمي شوي دي.

د بلي خواه نه دوردگو د چک په ولسوالی کې 3ښځې دتوپ په برید کې وژل شوي دي. د پنجشنبی په ورځ په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او ناټو دقواوو ترمنځ نښته کې د توپ یوه گولۍ په یوه کور ولگیدله او درې ښځی پکې ووژ ل شوې.

رپوټ وايي طالبان د چک په ولسوالۍ کې دناټو یوه کاروان ته غلي ناست وو. کاروان دوردگو په ولایت کې له دغې ولسوالۍ نه تیریده. ددغه ولایت د والي نطاق شهیدالله شاهد وویل چې دواړو خواوو یو پربل درنې وسلې استعمال کړلې، خو دالاڅرگنده نده چې دکومی خوا دتوپ گولۍ په دغه کور ولگیدله.

په همدغه برید کې څلور ښځې زخمی شوی دی. دناټو دقواو نطآق تورن جستین براکاف وايي اولني رپوټونه وايی چې دایوه جنگي پوسته وه چې ډزې پرې وشوې. هغه وویل دوی ددې پېښی درپوټونو په برخه کې تحقېقات کوی چې وایی ددغې جگړی له امله به ملکي تلفات اووښتی وي.

اسوشتېدپرېس بیا لیکی چې تیرکال په افغانستان کې د ملکي تلفاتو له امله ډېرخونړی کال و او ټول ټال 3 زره 21 کسان پکې وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG