د لاس رسي وړ اتصالات

د کاپیسا په برید کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده


د افغانستان په ختیځ کې ماموران وایي چې د ناټو په قطار باندې د موټر بم ځانمرګه برید شوی ، لږترلږه پنځه ملکیان پکې وژل شویدي.

مقامات وايي دغه برید د جمعی په ورځ د کاپیسا د ولایت د تگاب په ولسوالۍ کې شویدی او په کښي پنځلس تنه ټپیان شوي هم دي.

په دې حمله کې د ناټو عسکرو ته کوم تاوان ندی رسیدلی .

طالبانو ددغې حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. د ناټو په مشری د ایساف د قواو قوماندان امریکايي جنرال جان الن دغه چاودنه وغندله او دا يي د یاغیانو له خوا د وروستی تاوتریخوالی په لړ کې وحشیانه عمل وباله.
XS
SM
MD
LG