د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې


د افغانستان په خوست ښار کې يوه بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې ۲۶ ملکي وګړي ژوبل شوي دي. په ټپيانو کې د ښوونځي يو شمېر زده کوونکي هم شامل دي. دغه بمي چاودنه نن سهار د لس نيمو بجو په شاوخوا کې د خوست ښار په مرکزي سرګردان چوک کې د يوه دوکان مخې ته په بايسيکل کې د ايښودل شويو چاودېدونکو موادو له امله شوې ده.

د خوست ولایت مقام څخه امريکا غږ ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي په دغه چاودنه کې، چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ۲۶ کسان چې ټول يې ملکي وګړي دي ژوبل شوي او د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د خوست د پوليسو قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی، چې نوی په دنده ګمارل شوی، د امريکا غږ اشنا راډيو ته په خپلو خبرو کې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه داسې وويل: ،، پر يوه بايسيکل يوه اندازه چاودېدونکي مواد تړل شوي وو، هغه ته يې چاودنه ورکړې، چې له امله يې ملکي کسان ټپيان شوي دي، زموږ امنيتي ځواکونو ته پکې زيان ندی اوښتی او ملکي کسان هم ندي وژل شوي،،.

د خوست ښار د يوه شخصي روغتون يو تن موظف ډاکټر وويل چې په ټپيانو کې د ښوونځي يو شمیر زده کوونکي هم شامل دي او همدارنګه په ژوبل شويو کې د دريو کسانو روغتيايي حالت نازک دی.

د خوست ښار د دې بمي چاودنې يو شمیر عيني شاهدان بيا وايي چې د چاودنې پر مهال دغه ځای ته نږدې د پوليسو رينجر موټر هم ولاړ و، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نلري. په دې اړه په پېښه کې يو تن ژوبل شوی کس او يو بل عيني شاهد داسې وايي:،، زه محمدعلي خان، له سرګردان چوک سره روان وم، يوه ناڅاپه چاودنه وشوه او زه نسکور شوم نور پر ځان نه يم پوه، ډېر خلک زما شاوخوا ته پراته وو، زه پر پښه لګيدلی يم. د پېښې ځای کې د پوليسو رينجر هم ولاړ و،،.

که څه هم تر اوسه د دې بمي چاودنې مسووليت چا پر غاړه ندی اخيستی، خو وسله والو طالبانو د يوه تليفوني پيغام له لارې خبريالانو ته ويلي دي چې دغه بمي چاودنه د دوي کسانو نده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې په خوست ښار کې د يوه ځانمرګي برید له امله لسګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، وژل شوي او ژوبل شوي وو.

ابراهیم رحیمي خوست - افغانستان
XS
SM
MD
LG