د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې ځانمرګي برید کوونکي نیول شویدي


په کونړ کې ځانمرګي برید کوونکي نیول شویدي
په کونړ کې ځانمرګي برید کوونکي نیول شویدي

پنځه تنه ځانمرګي چې غوښته يې دکونړولايت ته ننوځي ترننوتووړاندې يوتن يې ځان الوځولى ،يوتن دپوليسوپرډزو وژل شوى ،دوه تنه ژوندي نيول شوي اويوتن تښتېدلى دى.

دکونړولايت چارواکي وايي پنځه تنه ځانمرګي چې غوښته يې ددغه ولايت مرکزاسعدابادته ننوځي .ترننوتووړاندې له پوليسوسره په نښته واوښتل.

ددغه ولايت والي سيدفضل الله وحيدي وايي چې دوي لاله وړاندې داسې خبردرلودچې پنځه تنه ځانمرګې دې ته چمتوشوي چې دولايت مرکزاسعدابادته ننوځي .

دى وايي دغه کسان دخاص کونړدسپين جومات په سيمه کې راڅرګنندشول چې دده په ويناترفعاليته وړاندې پرې پوليس پوه شول خويوتن ځان والوځاوه يوتن پوليسووويشت ،دوه تنه يې ژوندي ونيول اويوتن هم ترې تښتېدلى دى.

دى وايي په ځان مرګيو کې يوتن چادري په تن کړې وه دى وايي دغوکسانوغوښته چې په اسعدابادکې ځان مرګي بريدونه وکړي .وحيدي وايي دوي له نيول شويوکسانوپوښتنې ګروېږنې پيل کړي دابه وروسته څرګنده شي چې دغه کسان څوک اوپه کومې ډلې ټپلې پورې مربوط دي.

.دسيمې خلک هم ددغې پېښې پخلى کوي خووايي چې په دې پېښه کې پوليسوته هم څه ناڅه مرګ ژوبله اوښتې ده .خودسيمې چارواکي پوليسوته دوراوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي .

دالومړى ځل دى چې په داسې ډليزه توګه په دومره شمېرکې ځانمرګي دپوليسوله خواپه نښه کېږي اوڅه يې لاهم ژوندي نيول کېږي .تردې وړاندې په دغه ولايت کې پريوځانمرګي بريددسيمې يوجهادي مشرملک زرين له څوتنوسره ووژل شو.

XS
SM
MD
LG