د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي چې د افغان پولیسو یوه قوماندان د امریکا د ځانګړو ځواکونو درې تنه عسکر وروسته له هغه نه وژلي دي چې خپلې پوستې ته یې د د ډوډۍ دپاره رابللي وو. دغه پېښه د افغانستان په جنوب کې رامنځ ته شوې ده.

د امریکا پوځ دا تایید کړې ده چې یوه کس چې د افغان ځواکونو یونیفورم یې اغوستی وو، پرون د پنجشنبې په ورځ ناوخته یې د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو برید کړی دی. افغان چارواکي وايي چې افغان قوماندان د برید څخه وروسته د سیمې نه تښتېدلی دی.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې برید کونکی اسدلله نومېږي او د برید نه وروسته د طالبانو سره یوځای شوی دی.

دا په روانه اونۍ کې دریم ځل دی چې پر بهرنیو ځواکونو باندي دافغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا برید کېږي.

د ناټو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې یو افغان سرتیری وروسته له هغه نه وویشتی او ویې وژی چې غوښتل یې پر نړیوالو ځواکونو برید وکړي.

همداشان ناټو وايي چې د سې شنبې په ورځ هم دوه تنه چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی وو، د ایتلاف پر یوه عسکر یې برید وکړ او په ډزو کې یې ووژی.

د سږ کال د پیل راهیسې تر اوسه پوري ۳۳ نړیوال ځواکونو په هغو بریدونو کې وژل شوي دي چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې پرې شوي دي.
XS
SM
MD
LG