د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې ۶ ملکي افغانان وژل شوي


افغان چارواکي وايي چې د افغانستان په جنوب کې د هملند په ولایت کې ۶ ملکي افغانان هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک غاړې پر یوه ماین باندي وربرابر شو. دغه پېښه نن د جمعې په ورځ رامنځ ته شوه او په کښي یو کس ټپي هم شو.

د هلمند و لایت د پولیسو ویاند فرید احمد فرهنګ وايي چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ښاغلي فرهنګ زیاته کړه چې د پېښې قربانیان د موسی قلعه په سیمه کې د حرکت په حال کې وو چې موټریې پر ماین وربرابر شو.

د یادونې وړ ده چې د سړک غاړې بمونه د طالبانو تر ټولو غوره تاکتیک دی چې د ناټو او افغان قواوو پرضد یې کاروي خو اکثره خپل هدف ځیني خطا شي او پرځای یې ملکي بې ګناه افغانان ووژل شي.
ددغې مرګ ژوبلې خبر دوه ورځې وروسته له هغه نه خپرېږي چې د ملګرو ملتونو په یوه ریپوټ کې راغلي وو چې د سږکال په لومړنیو ۶ میاشتو کې ۱۱۴۵ ملکي افغانان وژل شوي دي او ۱۹۵۴ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو په ریپوټ د مرګ ژوبلې ۸۰ په سلو کې پړه د طالبانو پر غاړي ور اچول شوې ده چې زیاتره یې د سړک غاړې د بمونه له کبله رامنځ ته شوې ده.
XS
SM
MD
LG