د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پولیس پر ناټو بیا برید کړی خو تلفات نلري


چارواکي وايی یو افغان پولیس صاحب منصب د امریکا په رهبرۍ د ناټو په قواوو ډزی کړیدی. دا په یوه اونۍ کې پنځمه حمله ده چې کیږي.

د ناټو نطاق خبریالانو ته وویل چې یو سړی چې ملکي جامی یی اغوستی وې، نن د ننگرهار په ولایت کی په بین المللی قواوو ډزې وکړې، خو په برید کې د ایتلاف هیڅ غړی نه دی وژل شوی.

دغه نطاق وویل چې د رسمي تحقیقاتو نه داسي څرگندیږی چې دغه سړی افغان پولیس دی، او ټوپک والا تښتیدلی دی.

طالبانو ددغو ډزو مسولیت منلی دی. دا د هغو حملو لړۍ ده چې افغان امنیتې قواوې ، یا حمله کوونکي چې د هغوی یونیفورمونه اغوندي د خپلو ټوپکو خولې نړیوالو قواوو ته اړوي او ډزې پرې کوي.

د جمعې په ورځ د اوه کسو د وژل کیدو راهیسې ، سږکال تر اوسه په دغسې حملو کې د ایتلاف د قوې لږ ترلږه اوه دیرش کسه وژل شویدي.

افغان چارواکی وایی چې نن د تخار په ولایت کې ، د یوه ښاروال او د سولې د ولایتی شورا یو غړی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی ووژل شول.
XS
SM
MD
LG