د لاس رسي وړ اتصالات

په میمنه کې ځانمرګه د اختر په ورځ ۴۰ کسه ووژل


An Afghan boy, who lost his father in a suicide attack, walks around a hospital in a daze in Maymana, Faryab province north west of Kabul, Afghanistan, October 26, 2012.
An Afghan boy, who lost his father in a suicide attack, walks around a hospital in a daze in Maymana, Faryab province north west of Kabul, Afghanistan, October 26, 2012.
د افغانستان په شمال کې چارواکي وايي چې په یوه جومات کې د یوه ځانمرګه برید له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسه وژل شوي دي چې او په لسګونو تنه نور ټپیان دي. دا په ورستیو میاشتو کې یو له سختو خونړیو پېښو له جملې نه وه .

چارواکي وايي چې برید نن د جمعې په ورځ د لوی اختر په لومړی ورځ د فاریاب ولایت د میمنې په ښار کې رامنځ ته شوی.

سیمه ایز چارواکي وايي چې برید کونکي غوښتل چې د پولیسو یو سیمه ایز چارواکی په نښه کړي چې د لمانځه په وخت کې د جومات دننه وو. چارواکي وايي چې دغه افسر د برید نه بچ شوی دی، خو د ۲۰ نه زیات وژل شوي کسان امنیتي کسان دي. چارواکي وايي چې په پېښه کې ملکیان هم وژل شوي دي چې ماشومان په کښي شامل دي.


تر اوسه پوري چا د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی خو چارواکو یې پړه پر طالبانو باندي وراچولې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه برید په سختو الفاظو غندلې دی او ویلي یې دي چې برید د اسلام او انسانیت دښمنانو کړی دی. ښاغلي کرزي د لوی اختر په مناسبت په خپلې مخکینۍ وینا کې پر طالبانو باندي غږ کړی و چې وسلې دي پرځمکه کښېږدي او په انتخاباتو کې دي ګډون وکړي.


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن هم دغه برید وغندی او وویل چې دا برید د انسان ژوند ته توهین دی ، د افغانستان د خلګو مذهبي تعهد ته توهین دی او د افغانستان د خلګو د سولې هیلو ته توهین دی.

په کابل کې د امریکا سفارت هم دغه برید غندلی دی.
XS
SM
MD
LG