د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکی وايي چې د افغانستان په جنوب کې د هلمند په ولایت کې څلور د پولیسو افسران هغه مهال ووژل شول چې د خپلو ملګرو له خوا پرې برید وشو.

د ګرشک ولسوالۍ د امنیتې قوماندان محمد توریالی وايي چې دغه برید د پولیسو په یوې پوستې کې هغه مهال شوې چې پیره بدلېدله.

څلور افسران هغه مهال د خپلو ملګرو له خوا ووژل شول چې پوستې ته ورغلي وو چې د دوي نه پیره واخلي. برید کونکي د سیمې نه تښتېدلي دي.

سږکال تر اوسه پوري لږ تر لږه ۵۵ بهرني عسکر د افغان امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي او عین شمیر افغان ملي امنیتي ځواکونه هم د خپلو ملګرو له خوا وژل شوي دي.

په دغه بریدونو کې زیاتوالي د امریکا په مشري د ناټو او افغان ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ اعتماد اغیزمن کړی دی او د ۲۰۱۴ کال په پای کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د توان په هکله یې اندېښنې راپورته کړي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د پنجشنبې په ورځ یو امریکايي عسکر د افغانستان په جنوب کې د یاغیانو په برید کې وژل شوی دی. د پوځ په بیانیه کې د برید په هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
XS
SM
MD
LG