د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په بریدونو کې ۱۸ کسه وژل شوي


په افغانستان کې نن په بیلا بیلو حملو کې اتلس کسان وژل شوي دي. د حکومت ماموران وایې چې په هلمند کې لس کسان چې په یوه سرویس موټر کې سپاره وو او ېوه واده ته روان و،د سړک پرغاړه د بم په چاودنه کی ووژل شول.

د لغمان په ولایت کې د حکومت یوه ویاند وویل چې پنځه تنه حکومتي عسکر هغه وخت مړه شول چې د موټرو کتار یې د سړک پرغاړه په یوه ماین وربرابر شو.

په یوې جلا پېښه کې دری تنه پولیس د قندهار په ولایت کې په یوه جلا ځان وژونکې حمله کی وژل شوي دي. تراوسه پوري هیچا ددغو حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستلی، خو مخکې چې په حکومتي هدفونو باندی کومې حملی شوې وې، طالبانو یې پړه په غاړه اخیستې وه.


XS
SM
MD
LG