د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی


طالبانو پر کابل برید کړی دی او د افغان ملي امنیتي ځواکونو سره یې جګړه روانه ده. په برید کې د انفجاري موادو او سپکو وسلو نه کار اخیستل شوی دی.

نن د جمعې په ورځ د کابل په یوې مصروفې سیمې کې لږ تر لږه ۴ چاودنې شوي دي. دا د یوې اونۍ نه زیات وخت په ترڅ کې دویم ځل دی چې پر پلازمېنې باندي د یاغیانو له خوا بریدونه کېږي.

په سیمه کې نښتې هغه مهال پیل شوې چې د یاغیانو او افغان ځواکونو ترمنځ ډزې پیل شوې. افغان چارواکي وايي چې د برید کونکو له جملې نه دوه کسه یې وژل شوي دي.

پولیس وايي چې لومړی برید یو ځانمرګه برید وو چې هغه روغتون ته څیرمه وشو چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له خوا چلول کېږي. د برید سیمې ته نږدې د افغانستان د عامه نظم د پولیسو د ځواکونو قومانداني هم موقعیت لري.

د کابل د امنیې قوماندان، ایوب سالنګي د امریکا غږ اشنا راډیو ته د پیښې په اړه داسي وویل:،،پنځه بریدکوونکو په یوه شخصي کور باندې برید کړی و. د دغه ځاي څنګ ته د یوناما دفتر و غوښتل یې د یوناما دفتر تهدید کړي. هغه خارجیان چې د یوناما په دفتر کې وو ټول، صحي او سلامت انتقال شول. په عین وخت کې د برید کوونکو نه یو یې انتحاري وکړ او دوه نورو یې مړه شول او دوه نور هم زموږ د ځواکونو سره په جنګ کې دي.،،

خو د امریکا غږ اشنا راډیو ته یوناما ویلي دي چې هغوي د پیښې په ساحې کې کوم دفتر نه لري.

د اسوشیټیډ پریس خبرې آژانس بیا وايي د مهاجرت نړیوال سازمان یا IOM ورته ویلي دي چې د کابل په ننۍ برید کې یې څلور کارکوونکي ټپیان شوي دي. دغه سازمان وايي چې برید د دوي په یوه میلمستون باندې شوی دی.

په ژینو کې د IOM ویاند کرس لام Chris Lom وايي چې په برید کې یوه کارکونکې یې د لاسي بم په چاودنې کې سوځیدلې او ټپې شوې ده. خو هغه د دغې ښځې د هویت په اړه څه و نه ویل.


طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې په برید کې یې یو شمیر کسان وژلي دي.


تیره اونۍ هم یوه ځانمرګه برید کونکي په کابل کې ۱۵ کسه ووژل چې ښپږ کسه په کښي امریکایان او ۹ کسه نور ملکیان وو. د امریکایانو له جمعې څخه دوه کسه یې د پوځ غړي وو.
XS
SM
MD
LG