د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د ښار په لویدیځ کې چاودنې څلور کسه وژلي


د کندهار د ښار د باغ پل په سیمې کې بمي چاودنه شوې چې لږ تر لږه یې څلور کسه وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وايي چې بم په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و.

چاودنه د دوشنبې په ورځ د سهار نهو بجو ته په یوه عنعنوي بازار کې شوې ده. دغه بازار ته هره اوونۍ د کندهار د ځینو ولسوالیو مالداران خپل څاروي د خرڅلاو لپاره راوړي.

په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د تشدد پیښې زیاتې شوې دي. ملګري ملتونه وايي چې د تشدد د پیښو د زیاتیدو سره د ولسي افغانانو تلفات هم زیات شوي دي.

پدغه ځای کې د کندهار د جنوبي ولسوالیو ژړۍ میوند ،پنجوايي او ارغنداب په ګډون دخاکریز ولسوالۍ سل ګونه کسان دپلور اوپېر لپاره راټول شوي وو چي ناببره له ګڼي ګوڼي څخه په يوډک ځای کې چاودنه وشوه .


دپېښي قربانیان دکندهارمیرویس روغتون ته وړل شوي چي د۱۰ روغتیايي حالت يې خراب بلل شوی دی .حکومتي مقامات وايي چي چاودېدونکي توکي د دولت دوسله والومخالفینوتازه ځای پرځای کړي وو.

دکندهار د والي مرستیال عبدالقدیم پتیال وايي چي دروژې په میاشت کې ددولت وسله والومخالفینو ترټولو زیات ملکي کسانو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده .

په عین حال کې ولسمشر کرزي دغه پېښه غندلې او د ېوې خبرپاڼي له لاري یې ویلي چي دملکي کسانو وژل اوهدف ګرځول د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو څخه لري عمل دی .

دغه راز دبشري حقونو کمیسیون هم دپېښي دغندنې ترڅنګ وايي داسي پېښي چي دملکي خلګو ځاني مصئونیت ګواښي مال اوسرته يې خطر رامنځ ته کوي د اسلامي اوانساني کړنوخلاف عمل دی .

که څه هم امنیتي چارواکي دکندهار په نننۍ پېښه کې وسله وال طالبان مسئول بولي،خوخپله هغوی پدې باب کومه تبصره نده کړې .
XS
SM
MD
LG