د لاس رسي وړ اتصالات

په میدان ښار کې څو ځانمرګو برید کړی


 د میدان ښار د یکشنبي د ورځې د برید ځای

د میدان ښار د یکشنبي د ورځې د برید ځای

د میدان ښار د یکشنبي د ورځې په چاودنې کې د شپږو ځانمرګو بریدګرو په ګډون لس تنه وژل شوي دي. د وردګ ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې د یکشنبې د ورځې د موټر بم په چاودنې کې څلور تنه د ملي امنیت عسکر هم وژل شوي دي.

خوږیاڼی وایي چې برید ماسپښین شاوخوا یوه بجه او پنخلس دقیقې د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار کې د امنیت ریاست ودانۍ ته څېرمه د شپږ تنو ځانمرګو برید کوونکو له خواترسره شو چې د برید په سرکې لمړی یو تن بریدګر د یوه ټونس ډوله موټر په وسیله برید ترسره کړ او پنځو نورو یې غوښتل چې د ولایت مقام او ځیني نورو ودانیو باندې بریدونه ترسره کړي چې له بریدونو وړاندې د ملي امنیت ریاست د سرتېرو لخوا ووژل شول.

همدا راز د عطاالله خوږیاڼی په وینا په برید کې د ملي امنیت د څلور عسکرو سربیره د عامه محافظت یو پولیس هم ټپي شوی دی.

په دغه پېښه کې،چاودنې ته څېرمه او نږدې دولتي ودانیو کې دېرش ملکي وګړې ټپیان شوي هم ديچې د زیات شمیر ټپیانو روغتیایي وضعه د ډاډ وړ ده .

خوږیاڼی وایي چې په دغه برید کې د میدان ښار د مرکز زیات شمیر تعمیرونو ته هم زیان اوښتی دی. دمخه د میدان ښار د ولایت د مطبوعاتو د دفتر له خوا په یو بیان کې د برید د ټپیانو شمیر تر ۱۲۰ تنو پوري ښودل شوی و.

طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخستی دی او ادعا یې کړی چې په دغه برید کې یې په زیات شمیر امریکایې عسکر وژلي دي. د طالبانو یو نطاق رسنیو ته په استولي پیغام کې د برید هدف په میدان ښار کې د ولایتي بیارغونۍ د ټیم او د ملي اردو د جلب اوجذب د مرکز ودانۍ ښودلي دي.
XS
SM
MD
LG