د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کي ځانمرګه برید شوی دی


Archive
Archive
په جنوبي ولایت زابل کي یوې ځان وژونکي حملې د ایساف یو سرتیری وژلی او ۳ تنه نور يې ټپیان کړي. ځان وژونکې حمله د زابل په ښهر صفا ولسوالۍ کي د کلات – کندهار پر لویه لار رامنځ ته شوې.

د ښهر صفا ولسوال عبدالخالق ایوبي امریکا ږغ ته وویل چي ځان وژونکي حمله د ټونیس موټر په وسیله شوې ده. نوموړی زیاتوزیاتوي چي د ایساف تر چتر لاندي رومانيايي عسکر د شکمنو موټر په پلټنه بوخت وو چي په ټونیس موټر کي سپور ځان وژونکې ورباندي برید وکړ.

ایوبي وايي چي پدې پېښه کي یو رومانيايي عسکر وژل شوی دی، دوه عام وګړي او درې نور رومانیايي عسکر ټپیان دي . ایوبي داسي وايي ،، نن سهار د اسحاقزو مانده په سیمه کي نړیوال عسکر د ګزمې پر مهال د شکمنو موټرو په تلاشي بوخت وو چي له چاودیدونکو توکو ډک موټر برید کونکي د هغوی له موټر سره جنګولی یو عسکر يې وژل شوی او ۳ نور يې ټپیان دي . دغه راز ۲ مسافر چي کندهار ښار ته تلل هم په پېښه کي ټپیان شوي دي.،،

د ایساف مطبوعاتي دفتر هم د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د افغانستان په جنوب کي د یوې چاودني له کبله د خپل یوه سرتیري د وژل کیدو خبر تایید کړی دی .

رومانیايي نظامیان تر ډیره پوري په زابل کي د کابل – کندهار د لويې لاري امنیتي چاري سمبالوي .
ښهر صفا په زابل کي نسبتآ ارامه ولسوالي بلل کیږي ، خو په عیني وخت د دولت د وسله والو مخالفینو د یوې مهمي عبوري لاري په توګه هم پيژندل کیږي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG