د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګو په پکتیکا کې د پولیسو پر قوماندانۍ حمله کړیده


ځانمرګو په پکتیکا کې د پولیسو پر قوماندانۍ حمله کړیده

ځانمرګو په پکتیکا کې د پولیسو پر قوماندانۍ حمله کړیده

افغان چارواکي وایي دوو ځان مرګو بم چونکو چي د پولیسو جامې یې اغوستي وې نن د شنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت کي د دغه ولایت د پولیسو په یوې قوماندانۍ باندي په حمله کي څلور پولیسان وژلي او 11 تنه نور یې زخمي کړي دي.

د رویتر خبري آژانس رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چي د طالبانو یوه نطاق ادعا کړې چي دا حمله دوي کړې ده. دغه آژانس دا هم ویلي دي چي حمله کونکی هغه وخت د پولیسو دې سټېشن ته ورغي چي هغوي د روزني تمرینات کول.

له بلي خوا افغان او ائتلافي قواو د ننګرهار په ولایت کي لږ ترلږه ١٥ یاغیان وژلي دي.

چارواکو ویلي دي چي دغه یاغیان هغه وخت ووژل سول چي هغوي په امنیتي قواو باندي په داسي وخت کي حمله وکړه چي دغو قواو د طالبانو د یوه مشر د پیدا کیدو هلي ځلي کولې.

په عین حال کې په افغانستان کې نړیوالې قواوې وایي چې د هغوي یو عسکر نن د شنبې په ورځ د افغانستان په ختیځه برخه کې د بم په یوې چاودنې کې وژل شویدي. نړیوالو قواوو دا ندي ویلي چې وژل شوی عسکر د کوم هیود دی.

XS
SM
MD
LG