د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې د طالبانو غټ قوماندان وژل شوی دی


د افغانستان په جنوب کې د طالبانو غټ قوماندان وژل شوی دی

د افغانستان په جنوب کې د طالبانو غټ قوماندان وژل شوی دی

ناَټو وايي چې په کندهار کې د طالبانو لوړ رتبه قوماندان د افغان قواوو او ناټو د ګډو قواوو سره د جګړې په وخت وژل شویْ دیْ.

دغه اتحاد نن یوه بیانه خپره کړه او په هغې کې یې ویلي دي چې ملا زړګیْ تیره هفته وروسته له هغه ووژل شو چې په ایتلافي قواوو باندې هغه وخت حمله وشوه چې د کندهار د ژړۍ په ولسوالۍ کې یې د تلاشیو عملیاتو کول.

ناټو وايي چې زړګي په سیمه کې د یاغي طالبانو د فعالیتونو لارښودنه کوله او په کندهار کې د څو تنو د وژلو مسول و. د ناټو اتحاد دا هم وايي چې د طالبانو دغه قوماندان په ملکي خلګو باندې د حملو او د هغوی د ویرولو له لارې زور او طاقت ترلاسه کړی و.

هغه همدا راز خلګ تښتولي او د حکومت مامورین او کلیوال مشران یې وژلي وو. ناټو وايي چې افغان او نړیوالې قواوې وروسته له هغه د ملا زړګي د نیولو د پاره سیمې ته ورغلې چې څو هفتې یې د هغه د ځای د معلومولو په باب اطلاعات ترلاسه کړي و.

د ناټو اتحاد وايي چې د ملا زړګي وژل د افغانستان په جنوب کې د طالبانو مشرتابه ته یو لوی زیان دی.

XS
SM
MD
LG