د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوب کې څلور د ناټو عسکر وژل شوي


په افغانستان کې دیره د ناټو قواوو ویلي دي چې څلور تنه عسکر یې د افغانستان په جنوب کې په څو حملو کې وژل شویدي.

ناټو وایي چې دوه تنه عسکر یې نن د جمعې په ورځ د یاغیانو په یوې حملې کې ووژل شول خو ناټو د پیښې په اړه زیات جزیات ندي ورکړي او دا یې هم ندي ویلي چي وژل شوي عسکر د کوم هیواد دي.

ناټو همدارنګه ویلي دي چې دوه تنه نور عسکر یې په جنوب کې د بم په چاودنې کې وژل شویدي.

د برتانیې د دفاع وزارت ویلي دي چې یو تن وژل شوي عسکر برتانوی دی او نن د جمعې په ورځ هغه وخت ووژل شو کله یې چې د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې امنیتي دنده ترسره کوله.

په عین حال کې ناټو ویلي دي چې پرون د پنجشنبې په ورځ ناوخته یې د طالبانو یو قوماندان د زابل په ولایت کې نیولی دی. ناټو ویلي دي چې دغه قوماندان په افغان او نړیوالو قواوو باندې د حملو د بندوبست او همدارنګه د سړک د غاړې د بمونو د چارو د سنبالښت دنده په غاړه درلوده.

رپوټ وایي چې په کندهار ولایت کې د سترو پلان شویو عملیاتو نه وړاندې طالبانو په نړیوالو قواوو او همدارنګه په ملکي افغانانو باندې حملې زیاتي کړيدي.

د دغو عملیاتو هدف دا دی چې طالبان د دغه ولایت نه وایستل شي.

XS
SM
MD
LG